وزیرستان کې د ډرون برید ۶ مشکوک وسلوال وژلي

Image caption امریکاییانو په جون کې پر پاکستان کې د اورپکو په پټنځایونو بیا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل

د پاکستان پر قبایلي سیمه شمالي وزیرستان د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کمه ترکمه شپږ مشکوک اورپکې وژلي دي.

برید د داته خېل پر سیمه شوی چې اورپکي له دې لارې د پاکستاني پوځ له عملیاتو تښتي.

د پاکستان پوځ تېره میاشت د افغانستان پولې ته نژدې پر اورپکو بریدونه وکړل. امریکاییانو په جون کې پر پاکستان کې د اورپکو په پټنځایونو بیا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.

د دغو بریدونو له بیا پيله وروسته دا دریم برید دی. لومړنی برید د جون په ۱۲مه وشو.

په اسلام اباد کې د بي بي سي د الیاس خان له خولې، د حفیظ ګل بهادر تر مشرۍ لادې جنګیالي او د پاکستاني طالبانو نور جنګیالي په شمالي وزیرستان کې فعال دي.

پاکستاني چارواکي وایي، د وژل شوو کسانو زیاته برخه بهرني جنګیالي دي چې له سیمې یې د تښتېدلو هڅه کوله.

د چارشنبې په ورځ د پاکستاني پوځ ویاند ومنله چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې زیات شمېر جنګیالي له سیمې وتلي دي.

خو د پاکستاني پوځ جنرال ظفرخان ټینګار کوي چې د ده د معلوماتو له مخې ځینې جنګیالي لا هم نه دي تښتېدلي.

نوموړی وایي، د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې اتیا سلنه سيمه له طالبانو پاکه شوې او د هغوی مرکزیت یې له منځه وړی.

له خبریالانو سره په سفرکې ظفر خان بي بي سي ته وویل، د دې سيمو سل په سلو کې تصفیه کول ناممکن دي، خو هغه ډلې چې له دې ځایه وتلې، دوی به د بېرته راتګ اجازه ورنه کړي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر وویل، دغه کچه نه شي ټاکلی چې دا عملیات به په څو اونیو او یا میاشتو کې بشپړ شي.

هغه وویل، چې ټاکلی تاریخ ورکول به سمه خبره نه وي. نوموړي زیاته کړه، د دې عملیاتو له امله په سلګونه زره وګړي اغېزمن شوي.

شمالي وزیرستان ته له خبریالانو سره د بي بي سي ورغلی خبریال هارون رشید وايي، د میرانشاه په ښار کې د ګرځېدو راګرځېدو له امله دا څرګندیږي چې ټوله سیمه د بدمرغویو ښکار شوې.

دوی وايي، ډېری دوکانونه بند وو او داسې ښکارېده چې دوکاندار په بیړه او وېره کې نیم دوکان تړلی او نور یې هسې خوشې کړی او تښتېدلی.

پوځ وايي، طالبانو ټوله سیمه په بمونو پوښلې چې د پوځ پرمختګ مخه ونیسي، خو دې عمل د پوځ حرکت ستونزمن کړی او د دې سيمو پاکول به وخت ونیسي.

د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله سلګونه زره وګړي بې ځایه شوي دي.

ورته مطالب