پاکستان کې په ګوزڼ د اخته کسانو شمېر ۱۰۲ شو

د انځور حقوق AP
Image caption په قلعه عبدالله کې له دغې پېښې وړاندې د بلوچستان چارواکو دغه سيمه له ګوزڼ پاکه اعلان کړې وه

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې په ګوزڼ د يوه بل ماشوم اخته کېدو سره په دغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغانو ټوليز شمېر ۱۰۲ ته ورسېد.

دا په تېرو ۲۰ مياشتو کې لومړی ځل دی چې په بلوچستان کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغي پيدا شوې ده.

دغه پېښه له افغانستان سره نژدې د کوټې په شمال کې د قلعه عبدالله د ميزی اډې سيمه کې شوې او يو ۱۸ مياشتنی ماشوم پرې اخته شوی دی.

د بلوچستان د روغتيا د برخې مشر بي بي بي سي ته منلې هغه ماشوم چې په ويروس اخته شوی، کورنۍ يې څلور مياشتې وړاندې له کراچۍ ښار نه کوټې ته تللې وه.

دی وايي له کراچۍ بلوچستان ته د ورتلو پر مهال دغه ماشوم ته د پوليو واکسين ورکړای شوی و، خو دلته يې پلار هغه ته د واکسين ورکولو سره مخالفت کړی و.

ده ويلي په ګوزڼ د اخته شوي ماشوم مور منلې، چې په بلوچستان کې يې د پوليو واکسين خپل ماشوم ته نه دی ورکړی.

په ۲۰۱۱ کال کې په بلوچستان کې په لويه کچه د پوليو پېښې وشوې، چې نړیوالو ادارو يې هم په اړه اندېښنې په ډاګه کړې.

په قلعه عبدالله کې له دغې پېښې وړاندې د بلوچستان چارواکو دغه سيمه له ګوزڼ پاکه اعلان کړې وه.

د بلوچستان ځايي چارواکي ادعا کوي، تر هغه چې په افغانستان کې پوليو په بشپړ ډول نه وي کابو شوي او دواړو خواوو ته د خلکو تګ راتګ وي، ښايي په بشپړ ډول دغه ناروغي ختمه نه شي.

دې ته په کتو د روانې مياشتې په لومړيو کې په کوټه کې د افغانستان او پاکستاني چارواکو ګډه غونډه هم لرله.

د بلوچستان د روغتيا وزير ويلي چې د دواړو هېوادو په سرحدي سيمو کې د پوليو پر ضد د ګډ کمپاين لپاره يې کمېټې جوړې کړې دي.

ورته مطالب