پښتونخوا: له افغانستانه تر وزیرستانه

Waziristan
Image caption نن ټول ولس په دې خبره پوه دى چې خلک ولی سولیز افغانستان نه غواړي؟؟ پښتون افغان د جګړې حالت نه څوک ولې نه وباسي؟؟ د طالب او مطلوب اصطلاحات چا جوړ کړل او د کومې موخې لپاره؟؟

پښتون افغان په دغه سیمه کې په داسې بد غضب اوړېدلى دى چې د لره تر بره او د بره تر لره، در په در کډه په سر ګرځي.

د پښتونخوا کډه په سر پښتانه دومره بدبخته دي چې په خپل هېواد دننه د بې ځایه شویو یا ''اۤئى ډى پيز'' د پیژند پاڼو سره په کتارونو کې خېراتونو ته درول شوې دي.

په وزيرستان کې د ''ضرب عضب'' پوځي عمليات د سوات د عملیاتو دوېم ټوک دى، چې د پښتونخوا د لوپټو، پټکو او څادرونو نه کچکول جوړولى شي او سترونه ورله ماتوى.

د افغانستان د ثور انقلاب او د انقلاب پر ضد جهاد، فساد او طالب پورې چې څومره بربادۍ مخې ته راغلې، د دې هر څه شا ته پردۍ لاس وهنې دي. د ګاونډي هېوادونو لخوا د اُجرتى قاتلانو لوبول شوی رول، له پرديو جنګونو په خپله ګټه کار اخیستل ، د جاسوسۍ او څارنې رول، له غربي هیوادونو نه د کډوالۍ په نوم کومکونه اخیستل او بیا یې پخپله خوړل، د نړۍ د وسلو بازار د نورو د سرونو په قیمت ګرم ساتل او له هغې نه خپله برخه اخیستل، او تر دریو لسیزو نه تر زیاتې مودې پورې خپل غېر قانونى او غېر اۤئينى حکومتونو ته دوام ورکول.

دا خونړۍ ډرامه لا تر اوسه دوام لري خو په دغه ټوله ډرامه کې ټول تاوان بدبختانه د پښتون افغان دى او ګټه یې د بل چا په برخه ده.

بدنامي زموږ او نېک نامي د نورو شوه. دا لوبه چې له کومه ځایه پېل شوې وه او هغو کردارونو چې د افغان جهاد په نامه یې تاريخي خيانتونه کړي وو، هغوی د دغه ډرامې لیکونکي او جوړونکي څرګند کړل.

نن ټول ولس په دې خبره پوه دى چې خلک ولی سولیز افغانستان نه غواړي؟؟ پښتون افغان د جګړې حالت نه څوک ولې نه وباسي؟؟ د طالب او مطلوب اصطلاحات چا جوړ کړل او د کومې موخې لپاره؟؟

شيخان

د سعودي د اسلامي قبا په لستوڼي کې د قوميت خنجرونه دي. عربي شېخانو په ډیر شريفانه ډول په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي مکتب، فکر، جهاد او دین په نوم مسلکي جنګونو ته دوام ورکړ. په افغان جهاد کې د وړو وړو جوماتونو منارې او مهرابونه غټ او لوى شول او په بیلا بیلو ډولونو د سرتیرو، ځان وژونکو بمبار او شر خوښو لپاره ترې کار واخیستل شو. دا نننۍ ترهه ګري د عربو د ګېډې بچى دى چې غربي هیوادونو لوبولى دی. جنګي قوتونو دغه بچی لومړی په افغانستان کې جنګولى او بيا چې نړۍ يو قطبي شوه نو موږ ته یې پرېښې دی او د پښتون افغان په خاوره یې داسې اور لګولى دى چې اوس د مړ کېدو نه دى.

نن چې په دغه سيمه کښې خلک د نړيوالې سولې په نامه سپينې کوترې په هوا کې الوزوي، د دغه يوې يوې کوترې بیه د پښتون افغان د سرونو نه زياته ده.

موږ د ټول پښتون د ځمکې او اسمان بلا سپينې کوترې په هوا کې ولیدې چې د نړيوالې سولې د علمبردارو په نامه والوزول شوې. دا يوه يوه کوتره به څو څو ځله خرڅه شوې وي ځکه چې د دې جنګونو او عملیاتو سرونه په څو څو واره خرڅ شوې دي.

وزيرستان

اوس وزيرستان هم د هغه نري چاڼ نه چاڼ کړاى شو. د دغه چاڼ په سر کې چې کوم غېر ملکي طالبان پاتې شول، هغوی سعودي عرب له پاکستانه په بېه واخیستل او شام ته یې ولېږل. پاتې ځايي طالبان د هغوی د عملیاتو د نوملړ د مړو په شمېر کې راغلل. په کوم ډول چې پوځ د (نصر من الله و فتح قريب) په شعار سوات فتح کړې و، دغه شان به وزيرستان باندې هم بیرغ ورپوي. عجيبه دا ده چې پوځ خپل هیواد پخپله فتح کوي خو سوال دا دى چې دوي ولې خپل هېواد دومره په آسانه ازبک، چيچن، تاجک، عرب او القاعده ته پرېږدي؟؟ دوي ته خوندي لارې څوک ورکوي؟؟

د وزيرستان د نري چاڼ په سر کې چې کوم غېر ملکي جنګیالي پاتې وو، د هغوی د سر بیه لوى اسلام اباد ته لاړه خو د چاڼ نه لاندې چې د وزيرستان کوم ولسونه وو، هغوی نن هم د پښتونخوا په ګرمه ځمکه د پردي جنګ جریمه ورکوي.

که موږ د دغه ډرامې په تېرو قسطونو نظر وکړو، په بیا کتنه کې به یې د وزيرستان د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پلاوي ته متوجه شو. د طالبانو د جنګي وړتیا او فطرته خبر د سولې د خبرو اترو کارپوهان سولې ته زمينه برابروي. او استاد محترم د قاتلانو د شاګردانو د سر وينځلو وظيفه ترسره کوي. خو بيا اخوا د ډرامې نور قسطونه بدليږي. عملیاتو ته چمتووالی نیول کیږي خو له عملیاتو نه وړاندې چاڼ تر سره کیږي او د چاڼ په پایله کې مېلمانه طالبان شام ته ځي، ځینې یې مري، او ځینې نور یې لکه د پېريانو ورک شي.

اوس چې په دغه حالت کې څوک په مېدان ښکاري، هغٴ د وزيرستان کډه په سر ولسونه دي.

پښتونخوا کچکول دى

پښتونخوا د جنګ انځور دى

پښتونخوا ننداره ده

پر موږ پردی جنګ خرڅ شوى دى. تاوان زموږ دى او ګټه د بل جېب ته ځي. د پښتونخوا خپل څوک نشته چې ووايي، پر عربو د وزيرستان د خرڅ شوي جنګ ګټه د وزيرستان د کډوالو حق دی. خو دلته پښتونخوا د تحريک انصاف ګوند ته په قرعه کشۍ کې او عمران خان ته په ټېکه ورکړل شوی دی. د ټېکه دارۍ سیستم روان دى. عمران خان پخپله د پنجاب د څوکیو پلټنه کوي خو د مور وزيرستان ترې هېر دى. د هغه د مور وزیرستان په کټ کې غېر ملکيانو ترهګرو خوبونه کړي دي. اوس دغه کټ ته پاکستاني پوځ سره د بوټانو ورختلى دى.

وزيرستان به څوک غواړي؟؟

له چا نه به يې غواړي؟؟

په وزيرستان باندې به د سوات په څیر د پاکستاني پوځ د بریا شین بیرغونه ورپیږي خو د وزيرستان د بې ځایه شویو په پنډغالو کې د پلوریدونکو سپین بیرغونو پوښتنه به څوک کوي؟؟؟

ورته مطالب