د سوات وروستی شهزاده اورنګزیب ومړ

د انځور حقوق b
Image caption شهزاده میا ګل اورنګزیب د ۱۹۲۸ کال کې زیږیدلی و

د سوات وروستی شهزاده میا ګل اورنګزیب د ۸۶ کلنۍ په عمر له دې نړۍ کوچېدلی، او پخپله پلرنۍ هدیره سیدو شریف کې خاورو ته سپارل شوی دی. د سوات وروستی ولیعهد په شاهي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. شهزاده میا ګل اورنګزیب د ۱۹۲۸ کال مۍ په ۲۸ مه د سیدو شریف په ښار کې نړۍ ته راغلی و. هغه په ۱۹۴۸ کال کې پوځ ته شامل شو او په ۱۹۵۵ کال کې متقاعد شو. د پوځي دندې پرمهال میا ګل د پوځ لوړپوړې قوماندانۍ ته د ایوب خان په ملاتړ ورسېد. شهزاده میاګل اورنګزیب د فیلډ مارشال ایوب خان زوم و. شهزاده میاګل اورنګزیب له ۱۹۵۶ نه تر ۱۹۵۸ پورې د لویدیځ پاکستان په پارلمان کې د سوات ایالت استازی پاتې شوی و. نوموړی په ۱۹۷۱، ۱۹۸۵ او ۱۹۹۳ کلونو کې له سوات نه د قومي شورا غړیتوب درلود. له ۱۹۹۷ نه تر ۱۹۹۹ پورې د بلوجستان ایالت مشر و. د ۱۹۹۹ کال د اګست له لسمې نه د ۱۹۹۹کال د اکتوبر تر ۲۴ مې د خیبر پښتونخوا مشر پاتې شوی. له ایوب خان وروسته کله چې یحیی خان د هېواد چارې په لاس واخیستې، هغه تر ۱۹۶۹ کال ورسوته پاکستان کې سوات د یوه ایالت په حیث معرفي کړ.

ورته مطالب