چمن کې یوې بمي چاودنې ۱۲ کسان ټپیان کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې وروستیو کې د پولې دواړو خوا نه د نا امنیو رپوټونه خپریږي

د بلو چستان سرحدي سېمه چمن کې د بمي چادونې له امله دوه پولیس او یو شمېرولسي کسان ټپیان شوي.

پنجشنبه (اګست ۷) سواد ګریز مرګز مال روډ کې چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي دغه چاودنه رامنځ ته شوه.

په چمن کې پولیس بي بي سي ته وویل، نامعلومو کسانو په یوه موټرسایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه او دغه موټر سایکل یې دلته په مال روډ کې یې درولی و.

دا چاودنه د پیښې له ځایه څخه د بولیسو د ګاډي د تېریدو پر مهال شوې چې په پایله کې ۱۲ کسان ټپیان شول چې دوه په کې سېمه ییز پولیس وو.

چارواکي وايي، په ټپیانو کې یو پولیس او د دوو نورو کسان وضعیت د اندېښنې وړ دی. ټپیان يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي.

پولیس چارواکو وویل، په چاودنه کې د پولیسو ګاډي ته هم زیان اوښتی، په بلوچستان کې چمن ښار یوه مهم سوداګریز مرګز دی، په دغه ښار کې مخکې هم بمي چاودنې شوې وې.

ورته مطالب