بلوچستان کې پر دوو هوايي اډو بریدونه شوي

د انځور حقوق
Image caption سمنګلي هوايي ډګر د پاکستان د پوځ اړوند اډه هم ده.

د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې پر دوو هوايي اډو (سمنګلي او خالد) اورپکو بریدونه کړي، چې د پاکستاني چارواکو په وینا لس برید کوونکي او درې پولیس پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بلوچستان د پولیسو مشر جنرال محمد عملیش رسنیو ته وویل، خالد هوايي ډګر د کوټې ښار په شمال ختیځ کې پروت دی او سمنګلي هوايي ډګر په جنوب لوېديځ کې موقعیت لري.

دی وايي پر دوو اډو اورپکو تېره شپه د برید تابیا نیولې وه، چې سخته نښته او چاودنې پکې وشوې.

سمنګلي هوايي ډګر د پاکستان د پوځ اړوند اډه هم ده.

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په برید کې دوه برید کوونکي وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي.

دی وايي "پولیسو د یوه مشکوک موټر درولو هڅه وکړه، خو وسله والو له موټره ډزې پرې وکړې پولیسو هم ډزې پیل کړې او دواړه برید کوونکي یې ووژل. درېیم بریدګر په تېښتو بریالی شو".

خو تر یوه ساعت مودې وروسته له دې اډې نژدې ۱۲ کیلومتره لیرې د خالد پر هوايي اډه هم برید وشو.

چیمه وايي، پولیس وتوانېډل چې د اډې له دېوال سره څلور خښ کړل شوي ماینونه پیدا او شنډ کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پنجاب ګوجرانواله ښار کې تحریک انصاف ګوند د ازادۍ ورځ ولمانځله

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر اکبر حسین دراني ویلي، شاید د بریدګرو هدف به هوايي ډګرونه نه وو، خو تر اوسه پلټنې نه دي بشپړې شوې.

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو بې وزله ایالت دی، بلوڅ توکمه حکومت د مېرې په سلوک تورنوي.

دوی وايي، چې مرکزي حکومت دغه ایالت، په تېره بیا بلوڅو ته هېڅ پام نه کوي، خو له دغه ایالت ته حکومت د ټول هېواد لپاره تېل او ګاز ترلاسه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستانیانو د خپلواکۍ ورځې لمانځلو پرمهال خوښۍ کولې.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسلام اباد کې ښځینه پولیسو هم امنیت نیولی و

ورته مطالب