پښتونخوا کالم: د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

د لوى افغانستان د خپلواکۍ ورځ!!!

د ټول پښتون افغان لپاره د تاريخ يوه يادګيرنه!!

د لر او بر ولسونو د خپلواکۍ غږ!!

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د خوشحال بابا د شعر په هنداره کې!!

د افغان په ننګ مې وتړله توره - ننګيالى د زمانې خوشحال خټک يم

دا لويه ورځ چې په کوزه پښتونخوا کې پښتانه يادوي نو هغوى دې ورته د محترم اجمل خټک د دې شعر په جذبه وګوري!!!

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده - په کابل او پېښور کې افغان يو دى

خو په اوسنیو حالاتو کې چې موږ د افغانستان د خپلواکۍ دنګ څلي ته ګورو او د لوى افغان په خاوره د ښکېلاک دورې ته د سولې په نوم سترګې اړوو نو د ملالۍ غږ لکه چې نن هم خپله معنا ورکوي!!

که په ميوند کې شهيد نه شوې - خداېږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

دا د خپلواکۍ د ۱۹ اګست ورځ ده.

د اګست دوې نېټې، لومړی ۱۴ اګست ۱۹۴۷ کال پاکستان جوړ شو نو د لوى افغان بدن یې په عجيبه ډول ووېشه.

پورته افغانستان، ښکته قبایل او سویل ته پښتون پرېک شو.

نن هم دا پوښتنه حل شوې نه ده. له پښتونستانه تر خیبر پښتونخوا د ټول پښتون افغان په ارمانونو او هيلو باندې لوبې وشوې.

پورته سردارانو افغانانو ته دروغ وویل!!! کوزه پښتونخوا دوه سرو خانانو زموږ په خوله کې دا د پښتو لنډۍ د ښېرې په توګه راکړه!!

په ځنکدن دې ژبه بند شه

ما ته دې ټول عمر دروغ ویلي دينه

دوهم، د ۱۹ اګست نه وړاندې او د ۱۴ اګست نه وروسته ۱۷ اګست راځي نو د جنرال ضياء الحق د بهاولپور پېښنه ځان يادوي.

دا هغه جنرال دى چې د افغانستان په اړه یې پښتون افغانستان سره د تاريخي دښمنۍ په ژبه ویلي وو!!

''زه به د پل خشتي په جومات کې د شُکر سجدې کوم''

جنرال ضياء الحق دا خبره داسې کوله چې هغه زمانه کې دا خبره د ثور انقلاب پر ضد او د جهاديانو لپاره د انصاري توب پاکستان ګيره کلمه وه.

خو په پُل خشتي جومات کې د سجدې دا خبره د خپلواکۍ د ورځې پر ضد وه.

جهادي رهبرانو یو څو کاله پر ۱۷ اګست د جنرال ضياء الحق مرګ ته د دغه سجدې ارمان ویلو، خو ډېر ژر ورته معلومه شوه چې دا د سجدې خبره د خپلواکۍ د ورځې سپکاوى و ځکه چې د افغانستان لپاره د سپين فيرنګى، پنجابي پاکستاني او سور لښکر معنا يوه ده.

دا معنا هغه مهال لا نوره څرګنده شوه چې فيرنګي ماته وخوړه او د خپلواکۍ څلی د افغاني غرور نښه شوه!!!

پنجابي پاکستاني استعمار د خاموش مجاهد په نوم خپل انصاري توب بربنډ کړو!!

سور لښکر د امو په پُل بېرته لاړ او بيا یې خپل انقلابيان د افغاني غرور په نامه ووژل!!

نو!!!

د خپلواکۍ ورځ او د استقلال څلی څه عجيبه پوښتنې کوي او په ټول پښتون افغان لر او بر ولسونو غږ کوي!!

اى د غیرت مېړونو!!!

زه ستاسو د خپلواکۍ ورځ، د ګټې او بریا ورځ، د افغان غرور نښه يم.

هغه قارونیان چې ما په ځمکه ورټومبلي وو، د ځمکې نه بيا ولې را اوچت شول!!؟؟

هغه فرعونیان چې ما د غیرتي وينې په سیند کې غرق کړي وو، تاسو د لرغونتوب په نامه بيا ولې پېژندنه ورکړه!!

څه عجيبه ده چې تاسو د ابدالي توره او پټکى محفوظ وه نه ساتل، هغه درنه پردو يوړل، او تاسو ورته قارونیان او فرعونیان بيا را ژوندي کړل!!؟؟

اى مټه ورو ښاغلو!!

زه چې ستاسو د څوارلس کلن جهاد او انقلاب په پایله کې پرېک شوي لاسونو ته ګورم!!! نو خپل نوم او خپل غرور راته نيمګړى ښکاره شي.

چې زما مټه ورو خو خپل لاسونه په جهاد، انقلاب او فساد کې بایللي دي، دوى به اوس زما د خپلواکۍ د ورځې بیرغ څنګه جګوى!!؟؟

ای د بریا نښو!!!

تاسو پردي خلک پردي ولسونه وګټل، خپل ځانونه، خپل سرونه، خپل ارمانونه مو بایلل.

زه پر دې ورځ، په دې موقعه، تاسو ته پېغور نه درکوم، یوازې ځان در يادوم، خپل غرور در يادوم، خپل احساس در يادوم.

اى د لر او بر ولسونو!!

اى لوى پښتون افغانه!!!

زما د خپلواکۍ معنا دا خو نه ده!!؟؟

ما ته نوې نوې معناوې مه راکوئ، زه د خپلواکۍ ورځ خپله پخوانۍ معنا غواړم!!؟؟

ورته مطالب