پښتونخوا کالم: د پاکستان د خپلواکۍ جشن - د پښتنو بابړه

Image caption د پاکستان د ډېموکراسۍ په دورو کې يوازې د زرداري حکومت پنځه کاله پوره کړي دي. اوس د نوازشریف د یوې کلنې ډېموکراسۍ پر ضد خلک راپارېدلي دي.

په څوارلسم اګست د پاکستان د خپلواکۍ حکومتي جشن ترسره شو خو سږکال حکومتي خپلواکي هم د عمران خان او طاهر القادري د احتجاجي تحریک په وجه په خاموشۍ ولمانځل شوه.

ډېموکراسۍ ساه نیولې ده ځکه چې په تېرو دورو کې چې کله هم د ډېموکراسۍ پلویانو تر منځ مخالفت پیدا شوی دی نو پوځي کوتا شوې او هر پوځي جنرال د کودتا پر مهال ولس دا وینا کوي:

(وطن او ولس ته ګواښ متوجه و، مونږ د وطن او ولس د خوندي کولو لپاره راغلو. که موږ (پوځ) نه راتلو نو د نورو ډېرو ګواښونو امکان و. پوځ به د حقیقي ډېموکراسۍ لپاره خپل رول ولوبوي).

دا هغه وینا ده چې هر پوځي جنرال ولس ته د پوځي واکمنۍ په راتلو کړې ده. په دی اړه دا ویل کېږي چې په پاکستان کې د هرې کمزورې ډېموکراسۍ نه پیاوړې پوځي واکمني راځي او د پیاوړې پوځي واکمنۍ نه کمزورې ډېموکراسي را پیدا کېږي.

د جنرال مشرف پیاوړې پوځي واکمني هم د نوازشریف د تګلارې سربېره راغلې وه. وجه یی دا وه چي په دغه اکثریت کې د ډېموکراسۍ کمزوري وه چي جنرال مشرف پوځي یونیفورم لرې کړ نو هغه جنرال و خو ډېموکراسي یې کمزورې وه.

د پاکستان د ډېموکراسۍ په دورو کې يوازې د زرداري حکومت پنځه کاله پوره کړي دي. اوس د نوازشریف د یوې کلنې ډېموکراسۍ پر ضد خلک راپارېدلي دي خو راپارېدلي خلکو سره خپله خبره نه شته، د سیاسي آنا پرستۍ ساتنه کوي، د ګرانۍ، برېښنا نشتوالي، بې کارۍ، بډې، نا امنۍ او نورو ستونزو چیغې نه شته.

د ډېموکراسۍ اوښ په کومه ډډه څملي، د اوښ مهار د پوځ په لاس کې دی چي په کومه ډډه یې زړه غواړي اوښ به څملي.

د دې کالم تر لوستلو وروسته به ډېر څه څرګند شوي وي.

دا د پاکستان د خپلواکۍ جشن و او د خپلواکۍ د جشن پر ورځ د دریم قوت احتجاج وشو.

د پاکستان د خپلواکۍ جشن او د پښتنو بابړه ...!!!!

هو، دا د پښتنو د ۱۲ اګست ۱۹۴۸کال د بابړې (چارسدې) د شهیدانو ورځ ده !!!

په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ د پاکستان له خپلواکۍ یو کال وروسته په بابړه چارسده کې د قیوم خان حکومت په خدایي خدمتګارو ډزې وکړې.

نن هم د شپږو سوو پښتنو شهیدانو په نوم بابړه د پښتنو د کربلا په نوم یادېږی. قیوم خان د خداېي خدمتګارو په جلسه بابړه باندې د ډزو کولو حکم کړی و.

په سوونو پښتانه شهیدان او په زرګونو ژوبل شوي وو. له کورونو تور سرو قرآن شریفونه راپورته کړي وو او د ډز بندۍ منتونه یی په قرآن غوښتي وو خو په بابړه کې د قرآن د شهادت خبرې هم شته.

باچاخان، ولي خان او د دې دواړو نه وروسته د عوامي نیشنل ګوند مشرتابه سره د بابړه د وینو هغه عنوان پاتې و چې جلسه جلوس وینا پرې کیدای شوه.

د قصه خوانۍ، ټکر، هاتي خیلو او د نورو سیمو د وینوعنوانونه اوس د تاریخ ورکې پاڼې دي. یوازې یو بابړه د چارسدې په وجه د یادولو وړ ګرځي خو دا ځل د چارسدې نه دا عنوان مردان ته راوړل شو. د امیر حیدر خان هوتي د عوامي نیشنل ګوند د صوبایي مشرۍ په وجه د هوتي کور ته د سرو خولیو او د سرو بیرغونو ښاغلي را ټول شوي وو.

لکه چې د بابړې وینه اوس هغه زور او شور نه لري چې پخوا یې درلود.

د سندھ او بلوچستان ملتپال به چارسدې ته راتلل او د پښتنو دغه وینه به یی یادوله. د بوټو زمانه وه، په بلوچستان پوځ ورغی او د نیپ حکومت وپرځول شو. په بابړه ټول راجمع شوي وو چې غوث بخش بزنجو ته د مظلوم بلوچستان په نوم بلنه ورکړای شوه نو هغه خپله وینا کې وویل!!

(موږ ته مظلومان مه وایې، په چا کې چې د ظالم پر ضد د مبارزې ځواک وي هغه مظلوم نه شي کیدای )

نن د هغه د وینې سیاسي وارثان ځانته د ترهه ګرۍ د متاثرینو په وجه مظلومان وایي، څوک چې ځانته مظلومان وایي هغوی دغه شان د میدان نه د بندو دروازو دننه د شهیدانو وینه لمانځي.

څومره د تعجب ځای دی چي ټول پنجاب راپاسېدلی دی او د وینو د عنوان پرته په احتجاج روان دی. د مظاهره چیانو مشران په بندو خوندي کانتینرونو کې چې یخچالونه په کې لګېدلي ناست دي. خلک ورسره په سخته ګرمۍ او سور لمر کې په پخو سرکونو را روان دي. پنجاب د بغاوت کلمه خپله کړې، چیغې وهي !!

ہاں میں باغی ھوں، میں باغی ھوں (هو زه یاغي یم، هو زه یاغي یم)

پښتنو د بابړې وینه د هوتي کور ته یوړه. د ۱۲ اګست ۱۹۴۸ د قیوم خان بغاوت یی په مظلومیت بدل کړ.

ای د بابړې شهیدانو !!!

ستاسو روحونه دې خپه نه شي.

ستاسو یاغي وارثان اوس مظلومان دي.

مظلومان ویرونه کوي، پټ پټ ژاړي، بغاوت نه شي کولی ...!!!!

ورته مطالب