پښتنونخوا کالم: تعليمي پاليسي که سياسي پاليسي!!

Image caption دلته چې هر کله نوى حکومت جوړ شوی نو د پوهنې پر وزارت جماعت اسلامي اعتراضونه کړي دي.

په پاکستان کې نور څه نه بدلېږي خو تعليمي پاليسي ډېره ژر ژر بدلېږي چې اساسي وجه یې د سياسي ګوندونو د ډېموکراسۍ په نوم د پنځو کالو حکمراني کول دي.

که په دغه دورو کې د پوځي کودتا له لارې حکومت بدل شي نو بيا ټوله تعليمي پاليسي د پوځ یونیفورم په ځان کړي.

د عوامي نیشنل ګوند د حکومت په دور کې تعليمي پاليسي بدله شوه. خدايي خدمتګار تحريک، پښتون قومي تحريک، پښتانه اتلان او د پښتو منع شوي شاعران د نصاب برخه شول.

که د نصاب پر دغه برخه سياسي دعوه و نه شي نو دا هر څه د دې خاورې امانتونه دي خو له بده مرغه دا امانتونه د هر دور خاینانو خوړلي يا یې پرې د سياست داسې داغونه لګولي چې د خپلواکۍ د تحريک دغه باب بېخي ورک دى.

د خپلواکۍ د تحريک يو انقلابي بهګت سنګهـ دی چې انګرېزانو په لاهور کې په دار وځړاوه. د لاهور يو سرک چې د بهګت سنګهـ په نوم شو نو پنجابي پاکستانيانو او مذهبي قوتونو ورته د مذهب په عېنکو کې وکتل او احتجاج يې وکړ، حال دا چې بهګت سنګهـ د دې خاورې د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکړې وه.

دغه ډول زموږ د پښتونخوا د قومي تحريک اتلانو سره هم خيانت شوى دى. هغوى یې د مخالف یاغي سياست په تور وهلي دي. چې کله تعليمي نصاب ورته ځای ورکړ نو د نوي دور سياسي حکومتي بدلون پرې د عوامي نیشنل ګوند د سياست تور ولګوو.

دلته چې هر کله نوى حکومت جوړ شوی نو د پوهنې پر وزارت جماعت اسلامي اعتراضونه کړي دي. دا جنګ د تحريک انصاف او جماعت اسلامي دننه پاليسي وه. دغه وخت هر چا ته دا مالومه شوه چې زموږ تعليمي پاليسي نور خلک جوړوي. دا وزارت د تحريک انصاف په برخه ورسېد.

د پښتونخوا حکومت په ډېرې خاموشۍ سره تعليمي پاليسي بدله کړه او د تېر حکومت پاليسۍ ته یې د سياست په عېنکو کې وکتل.

دا د پښتونخوا د حکومت د تعليمي پاليسۍ د ''خاموش انقلاب'' هنداره ده.

زموږ د پښتو شعر او ادب ښاغليو مشرانو او درنو شاعرانو، اديبانو او دانشورانو که د پاکستان د جوړېدو سره سم د پښتونخوا يا د پښتونستان د نوم غوښتنه کوله نو ورسره سم یې په نصاب کې د پښتنو ماشومانو لپاره د خپلې مورنۍ ژبې پښتو له لارې د تعليم خبره هم کوله او په دې لړ کې هغوى د ادبي ډلو، ټولنو، جرګو، مرکو او نورو مختلفو لارو نه دا غږ وخت په وخت اوچت کړى دى.

يوه زمانه وه چې د انجمن اصلاح الافاغنه او خدایي خدمتګار تحريک په جوړ شویو خپلواکه ښوونځیو کې به د عبدالغفار خان او باچا خان تر مشرۍ نه یوازې د انګرېزۍ او اردو بلکې نور ټول مضمونونه لکه حساب، اسلاميات، معاشرتي علوم وغېره په پښتو کې لوستې کېده.

بيا پر دغو ښوونځیو د بندیز د لګېدو سره سم چې دغه لارې هم بندې شوې نو د مشرانو غوښتنو کې د وخت له حاکمانو نه دغې جذبې لا نور شدت واخیست، تر دې چې د پښتو کانفرنسونو کې هم دغه غوښتنې پیل شوې چې تعليم دې په مورنۍ ژبه کې وي او د اسنادو په ډول د اداره اشاعت سرحد، پېښور د مشر عبدالخالق خليق صاحب چاپ کړى ''د پښتو ژړا'' نومې کتاب هم موجود دى چې ښاغليو مشرانو اميرحمزه شینواري، خيال بخاري، خليق صاحب، سمندر خان سمندر او داسې نورو پياوړو مضمونونه او مقالې په کې په دې خاطر راغونډې شوې دي چې پښتو دې تعليمي، دفتري، عدالتي او حکومتي ژبه شي.

بيا د ضياء الحق د پوځي واکمنۍ تور دور راغی خو په دې دور کې هم د جنرال فضل حق په ځانګړې دلچسپۍ او د مشرانو په ځانګړو غوښتنو پښتو تر پنځم ټولګي د تعلیم ذریعه وه او په دغه وخت کې د پښتو د ژباړې پروژه هم را جوړه شوه چې مشر یې سيد تقويم الحق کاکا خېل مرحوم و.

دوى د خپل ټيم سره د نورو مضمونونو پښتو ژباړې وکړې او په ټوله صوبه کې یې پښتو درسي او تدريسي ژبه کړه او هم په دغه تور دور کې د پښتو ډکشنرۍ پروژه هم را جوړه کړای شوه چې محترم قلندر مومند یې مشر و.

له دغې ډېره موده وروسته چې په صوبه پښتونخوا کې د عوامى نیشنل ګوند حکومت راغى نو دوى نه یوازې صوبې ته د اتلسم ترميم تر مخه د صوبې واک تر لاسه کړ بلکې د پښتونخوا نوم یې هم را خپل کړ او پښتو یې د لومړي ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورې د حتمي مضمون په څېر اعلان کړ او د دې کار لپاره نصاب هم جوړ شو.

په همدې دور کې د پښتو ژبې نصاب په (ټېکسټ بک بورډ) کې په اول ځل جوړ کړاى شو او د صوبې او وفاق د نصابي څانګو نه وروسته چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت جوړ شو نو د صوبې د وزير اعلٰى په ماغزو کې د پښتو نه ډزې شروع شوې او څوک ترې خبر هم نه شو چې د پښتو کوم نصاب په ځانګړې ډول د حساب، اسلاميات، ټولنیزې زده کړې، ساینس او عامه مالومات ''پښتو کتابونه'' ښوونځیو کې لوستل کېده او استادان او ماشومان پرې د پښتو خپلې مورنۍ ژبې په ذريعه ډېر په اسانه پوهېدل، په هغې ټولو خاورې واوړېدې او بېرته انګرېزۍ ته واړول شوې، او اوس یوازې د پښتو يو مضمون د اختياري په حېث په ابتدايي، منځني او لیسو کې تدریسېږي، خو دغه یو مضمون ته هم بهانې ګوري چې د پښتو په ځاى رسم، عربي يا فارسي وښودل شي خو پښتو ورته د پير مذهب ښکنځل ښکاري.

د دغه خاموش نصابي او تعليمي انقلاب نه به ولس څه چې زموږ ډېر خواص (چې په کې د عوامي نیشنل ګوند غړي، ښاغلي او معتبرين هم شامل دي) هم ناخبره وي، دا خبره به د اېوان تر غوږونو اخر څوک رسوي او هغوى ته به د اسیا تر ټولو عظيمې هستۍ حضرت باچا خان دا وینا څوک يادوي چې:

"کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قوم سپک شي، او د کوم قوم نه چې خپله ژبه ورکه شي، هغه قوم ورک شي".

ډېرو پلرونو، استادانو، شاعرانو، اديبانو او دانشورانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوى وايي چې زموږ دا غوښتنه د پښتنو د اوسني حکومت پاکستان تحریک انصاف تر غوږونو ورسوئ چې له موږ نه خپله ژبه مهٴ تروړئ، زموږ د ماشومانو نه خپله مورنۍ ژبه پښتو مهٴ هېروئ، دوى ته اساسي تعليم په خپله مورنۍ ژبه پښتو کې ورکړئ چې د علم اولنۍ لارې ورته اسانې شي.

دا زموږ پښتو ده، دا زموږ پښتونخوا ده، دا یې تعليمي نظام دى او دا ډېموکراسي ده.

ډېموکراسي حقونه ورکوي، حقونه تروړي نه!!

ورته مطالب