پښتونخوا کالم: اسلام اۤباد ننداره

د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption د اسلام اباد اوسنۍ ننداره د دغه تېرو سلسلو يوه کړۍ او لړۍ ده. د پاکستان د جمهوري او پوځي سکرپټ لیکونکی او ډایرېکټر پوځي ادارې دي.

د پاکستان په سياست، ډېموکراسۍ او پوځي حکومتونو کې ډرامه بازي يو عام وګړي ته هم مالومه وي او باور پرې نه لري خو ګډا، نڅا او د لاسونو پړکا ورته کوي.

د اسلام اۤباد د ۱۴ اګست ۲۰۱۴ ننداره په ۲۸ اګست يعنې څوارلس ورځې وروسته هغه وخت نوره زياته څرګنده شو چې مشر ورور طاهرالقادري او کشر ورور عمران خان د پوځ په شپېلۍ د جنرال راحيل شريف لیدو ته روان وو. دا د ډېموکراسۍ د ټولو نه غټ سپکاوی وي چې د سیاست والو مخالفت له پوځ سره راشي، هغه که د پوځي واکمنۍ د کودتا په شکل وي او که د درېیم ګړي، ضامن، يا په هر نوم هر انداز وي!!

موږ چې په تېر وخت کې د ۱۹۶۹-۱۹۷۰ دوره کې د فيلډ مارشل ايوب خان پر ضد د ډېموکراسۍ پلوو پاڅون ته نظر وکړو نو دا يواځنۍ ځل و چې سياسي ډېموکراتیکې خپلواکۍ ځان پر پوځ ومنلو خو د ۱۹۷۰ د ټاکنو په پایله کې پوځ د ډېموکراسۍ پلوو نه د غچ اخستلو په لار کې ځان د بنګال په خاوره بایلود. د جناح صیب زوړ پاکستان بهټو نوى کړ، خو د ۱۹۷۷ د جنرال ضياء کودتا او تر هغه وروسته هر ځل پوځ یا د پردې تر شا او يا مخامخ په صحنه کې خپل رول لوبولی دى. په هر حال کې د یونیفورم څښتنان په ډېموکراتیکو ادارو "بقلم خود" او "بزور شمشير" پاتې شوي دي.

د اسلام اباد اوسنۍ ننداره د دغه تېرو سلسلو يوه کړۍ او لړۍ ده. د پاکستان د جمهوري او پوځي سکرپټ لیکونکی او ډایرېکټر پوځي ادارې دي. چې مدني بیوروکراسي هم ترې رپ نه شي وهلی. دوى ټول سياسي جمهوري او ترقي خوا ملتپال هم په قلاره نه پرېږدي او رجعتي، فرصت طلب او بنسټ پال هم په خپل ساز نڅوي. په دوى ټولو لفټ رایټ لفټ ''پوځي پرېټ'' کوي او د دې ثبوت دا دى چې هېڅ يو جمهوري حکومت د دغه پوځي پرېټ نه پرته د وزارت لوړه نه شي کولی، تر څو چې د پوځ او د استخباراتي شبکو د ژرندې د دوو پلونو نه راتېر نه شي!!

لنډه اوږده دا ده چې د پاکستان ډېموکراسي که هر څو د جناح خولۍ او شېرواني واغوندي خو د ''بوټانو'' نه پښې نه شي ايستلی!!

زوره وره تګلاره به ورسره وي، خو ډېموکراسي به یې مذوب وي!!

ډک اېوان او اېوان بالا به ورته ميزونه ډبوي، خو د ډېموکراسۍ غوږونه به سره سره کېږي او د لفټ رائټ لفټ غږ به اوري!!

اساسي قانون به ورته وايي، ته ټول په ما کې پوره پوره داخل یې، دی به وېرېږي چې نه کنه پښې مې بهر چا رانيولي دي!!

عدليه به ورله عدسه په لاس کې ورکوي او ورته به وايي!!

جمهوره، وګوره!! ته د دوه سوه میلیونو خلکو حاکم یې!! جمهور ورته په ځواب کې وايي!!

دا خو دوه سوه میلیونه دي که زر میلیونه هم شي خو زه د امر غلام يم.

د پاکستان ډېموکراسۍ ته که څوک د رووسو دا وینا وریاده کړي چې!!

''د قلارې خاموشې غلامۍ نه خرابه د ښورښ ډکه خپلواکي ښه وي''.

زموږ جمهور به ورته وايي!!

رووسو لیونی دى، هغه چې په کوم ارمان دا ویل نو د پاکستان د غلامانو اندازه ورته نه وه، چې کشميري او پنجابي غلام ابن غلام پاتې دى. هغوى خاموشې، قلارې غلامۍ ته خوشحاله وي، د ښورښ خپلواکي ورته په ''عامه امنیت'' کې مداخلې ته ورته عصبي فشار ښکاري!!

د پاکستان د رایو خاوندان چې د ډېموکراسۍ لپاره په کومه لیکه کې اودرېږي، هغوى دغه شان لږ وخت وروسته په يوه نه يوه ننداره کې ناست وي او سياسي ډرامه ګوري. خو عجيبه دا ده چې د سياسي جمهوري ډرامې سکرپټ او ډایرېکټر پوځ او پټې فرښتې وي، او لوبغاړي يې سياسي جمهوري مشران وي. دوى په دغه ډرامه کې په خپل مخ پخپله لاسونه راکاږي او پخپل مخ پخپله لاړې تُوکي!!!

موږ د اسلام اباد په ننداره کې دا ټوله لوبه وليده. د نندارې دوو لوبغاړو ټول پارلمان، ټوه ډېموکراسي برمته کړې ده. د لومړي وزیر نواز شريف خوش بختي دا ده چې د ايوان دننه په دولسو ګوندونو کې يوولس ګوندونه د ډېرو مخالفتونو سربېره د ډېموکراسۍ ملاتړ ته کلک ولاړ دي. خو د دغو يوولسو ګوندونو بدبختي دا ده چې د هغوى د جمهوريت سرخېل د متفقه سپارښتنې سربېره پوځ ته وايي!!

''راشه ماما زوی دې لېونى دى''

د دومره پیاوړي تړون او ملاتړ سربېره که د پاکستان ډېموکراسۍ سره د ''ماماځوى'' د لېونتوب درملنه نه وي نو د بل پيرخانې ته د شپې دم درود او کوف له پخپله هم ځي او لېونى هم بوځي، نو موږ به څه وايو چې روغ څوک دى او لېونى څوک؟؟

د اسلام اباد په ننداره او ميوزیک کنسرټ کې وګورئ نو زياته ونډه د پښتنو ده، چې روغ صوبايي حکومت يې په ننداره کې حاضر دی، او لا زياته برخه په کې د پښتونخوا د وزيراعلٰى پروېز خټک د ګډېدو ده.

خو!!

بل خوا د پښتونخوا د تحريک انصاف دوو سړو ګلزار خان پېښور او ناصر خټک کرک او يوې زنانه مسرت احمد زېب سوات د دغه ټول شرم کفاره ادا کړه چې د استعفا ورکولو نه یې ډډه وکړه.

پښتونخوا په خپله پنځه کاله د وينو ننداره کړې ده، دلته یې په موږ د وينو ډرامه وکړه، چې دا د وينو ننداره پای ته ورسېده، نو د وينو په سرو جامو کې یې پښتانه د اسلام اباد ګډا له بوتلل.

موږ ټول پښتون افغان په پردۍ ننداره کې لوبغاړي او ګډېدونکي!!

موږ په پردي پرېټ کې لفټ رایټ لفټ ته ولاړ!!

زموږ د سولې د هوکړو ضامن او درېیم ګړی پوځ!!

موږ کله د سندهـ متحدین، کله د پنجاب ساتندويه!!!

موږ چې په هره ډرامه، هر ننداره، هر سکرپټ، هره لوبه، هره ګډا او نڅا کې ځانته وګورو نو داسې يُو چې!!!

د سرمايې په دلالۍ کې دا تاوان دى زموږ

تنې زموږ دي خو سرونه پرې پردي ګرځوو

ورته مطالب