وزیرستاني ماشومان د خوست په ښوونځیو کې

افغان حکومت په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د "ضرب عضب" په نامه د عملیاتو له کبله خوست ته کډه شویو د وزیرستان ماشومانو لپاره د دغه ولایت په ښوونځیو کې د شاملېدو پرېکړه کړې ده.

د خوست والي ویاند مبازر ځدران بي بي سي ته وویل چې د ولایت په کچه په یوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د وزیرستان کډوالو ماشومانو لپاره به د خوست ولایت په ګلان نومې پنډغالي کې ۸۰ ښوونځي پرانیستل شي.

په دغه غونډه کې د خوست د والي عبدالجبار نعیمي تر څنګ، نورو افغان چارواکو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې استازو هم ګډون درلود.

ښاغلي ځدران وویل چې په دغو ښوونځیو کې به د وزیرستان ماشومانو ته پاکستاني ښوونکي درس ورکوي.

دغه ښوونکي هم د پاکستاني پوځ د روانو عملیاتو له کبله د خوست بېلا بېلو سیمو کې کډه کېدو ته اړ شوي دي.

ښاغلي ځدران زیاته کړه چې ښوونکو ته به د افغان حکومت له لوري معاش او نور امتیازونه ورکول کېږي.

افغانستان کې د کډوالو چارو ادارې مشر انجنیر ګل حبیب شاه وویل چې له وزیرستان نه کډه شويو یو نیم لک کسانو چې ۲۲ زره کورنۍ هم په کې شاملې دي، نوملیکنه شوې ده.

ورته مطالب