بلوچستان کې د سمندري ځواک درې چارواکي نیول شوي

د انځور حقوق AP
Image caption سخت دریځو د سپتمبر پر ۶مه د پاکستان د کراچۍ پر بندر برید کړی و.

د پاکستان بلوچستان ایالت کوټې ښار ته نږدې د کراچۍ بندر برید کې درې د سمندري ځواک تورن چارواکي نیول شوي دي.

کوټه کې حکومتي سرچینو ویلي چې دغه درې چارواکي په یوه شخصي موټر کې له کراچۍ تښتېدلي وو.

سرچینې وايي چې دغه چارواکي کوټې ښار ته له ننوتو مخکې د مستونګ لکپاس په سیمه کې نیول شوي او د پلټنو لپاره کراچۍ ته لېږدول شوې دي.

دا مالومه نه ده چې د سمندري ځواک دغه درې چارواکي چېرته تلونکي وو.

سخت دریځو د سپتمبر پر ۶مه د پاکستان د کراچۍ پر بندر برید کړی و.

په پېښه کې له نیول شویو اوو سخت دریځو لا له وړاندې پلټنې روانې دي.

برید شپږ ساعته دوام موندلی و چې د سمندري ځواک یو چارواکی او درې بریدګر په کې ووژل شول.

د دې تر څنګ، په برید کې د سمندري ځواک یو افسر او شپږ چارواکي ټپیان هم شول.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پارلمان یوې غونډې ته د پېښې په اړه وویل چې بریدګرو د سمندري ځواک تاسیساتو ته تاوان نه دی رسولی.

نوموړي دا هم ویلي وو چې امکان لري په کور دننه کړیو د بریدګرو مرسته کړې وي ځکه له دغه ډول مرستې پرته دوی له امنیتي پوستو نه شول تېرېدلی.

ښاغلي اصف وویل چې بریدګر د پاکستان د بېلا بېلو سیمو خلک دي او یو بریدګر ښايي د شمالي وزیرستان وي.

نوموړي همدار راز وویل چې له بریدګرو یې څلور ځانمرګي واسکټونه، درې کلاشینکوفونه، نهه تومانچې، درې سټلایټ تیلیفونونه او مذهبي لیکنې هم ترلاسه کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیل راهیسې دا په دغه هېواد کې څلورم ستر برید دی.

له دې وړاندې، د کراچۍ او پېښور پر هوايي ډګرونو او کوټه کې د پوځ او هوايي ځواکونو پر مرکزونو هم بریدونه شوې دي.

ورته مطالب