"پر ملالې برید کونکي نیول شوي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وسله وال سوات کې ښوونځي ته پر لار بس ته ختلي او پر ملالې یې ډزې کړې وې.

پاکستاني پوځ ویلي هغه اورپکي چې ګومان کېږي پر فعالې ملاله یوسفزۍ یې ډزې کړې وې نیول شوي دي.

ملاله د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې نجونو ته د تعلیم کمپاین له کبله د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو په سر ویشتل شوې وه.

وسله وال سوات کې ښوونځي ته پر لار بس ته ختلي او پر ملالې یې ډزې کړې وې.

په برید کې د ملالې دوه د ښوونځي ملګري هم ټپیان شوي وو.

دغه برید ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ او ملالې ته يې نړیوال شهرت ور په برخه کړ.

نوموړې د ټایم مجلې له لوري په ۲۰۱۳ کال کې یو د تر ټولو اغېزمنو خلکو په ډله کې وشمېرل شوه.

د دې تر څنګ د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شوه او په دې وروستیو کې یې خپل ژوند لیک هم خپور کړ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جمعې پر ورځ (سپتمبر ۱۲مه) د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه یوه خبري کنفرانس ته وویل:

"هغې ډلې چې پر ملاله یوسفزۍ یې برید کړی و نیول شوې ده".

نوموړي وویل د پاکستاني پوځ، پولیسو او استخباراتي ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یې د پاکستاني طالبانو ۱۰ غړي نیولي دي.

ښاغلي باجوه زیاته کړه دغې ډلې د ملا فضل الله تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه.

نوموړي دغه راز وویل پوځ په سوات کې د ۲۲ داسې پېژندل شویو فعالینو لست موندلی چې د طالبانو دغې ډلې پرې له ملالې وروسته د برید پلان درلود.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر ملالې د مینګورې په سیمه کې ښوونځي ته پر لار برید شوی و.

ښاغلي باجوه وویل له دغو کسانو پلټنې روانې دي او ژر به د ترهګرۍ ضد یوې محکمې ته معرفي کړای شي.

ملاله یوسفزۍ د برید پر مهال ۱۵ کلنه وه او لا له وړاندې یې د نجونو لپاره د تعلیم د کمپاین له لارې شهرت موندلی و.

نوموړې خلکو هغه مهال وپېژندله چې دې په ۲۰۰۹ کال کې د بي بي سي اردو انلاین پاڼې لپاره په سوات کې د طالبانو تر کنترول لاندې د خپل ژوند په اړه لیکنې پیل کړې.

تېر کال نوموړې ته د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو درنه د (سخاروف) جایزه ورکړل شوه.

اغلې یوسفزۍ اوسمهال د بریتانیې په برمنګهم کې اوسېږي او د درملنې چارې یې هم همدلته تر سره شوې وې.

ملالې او کورنۍ ته یې د طالبانو د وژنې د ګواښونو له کبله نوموړې پاکستان ته نه شي ستنېدی.

ورته مطالب