ملک امان الله کاسي خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق b
Image caption ملک امان الله کاسي د ۷۶ کالو په عمر په کابل کې ومړ.

د ملک امان الله خان کاسي مړی نن جمعه (د وږي ۲۱مه) له کابله کوټې ته ولېږدول شو او له کوټې سره نژدي خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی چې په پښتونخوا کې پیژندل شوی سیاسي مبارز و د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

۷۶ کلن ملک امان الله خان کاسي د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په بلنه د پښتنو او بلوڅو د یواوالي د ورځې د لمانځنې په خاطر کابل ته راغلی و.

ویل شوي چې دوه ورځې وړاندې نوموړي غوښتل چې بیرته کوټې ته ستون شي خو د ورپېښې ناورغۍ له امله یې سفر وځنډید.

د یادولو وړ ده چې نوموړی له څو کلونو راهیسې د شکرې، وینې پر لوړ فشار او سالنډۍ اخته و.

ملک امان الله خان کاسي د عبدالرزاق زوی و او د ده د نژدي ملګرو په خبره د خان عبدالفغار خان او صمد خان اڅکزي د لارې ملګری و.

نوموړي وصیت کړی و چې مړی یې په کوزې پښتونخوا کې خښ شي.

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند ویاند رشید ناصر بي بي سي ته وویل چې ملک امان الله کاسي په سیمه ییز وخت د مازدیګر په پنځو بجو له کوټې سره نژدي د چشمه چوزی په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي په جنازه کې یو شمېر سیاستوالو ګډون درلود او د افغانستان د حکومت له خوا پیغام په کوټه کې افغان قونسل وحید الله مومند ولوست.

ورته مطالب