هنګو کې وسلوالو د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړی

د انځور حقوق b
Image caption پخوا هم په هنګو کې پر پولیسو بریدونه شوي وه

د خیبر پښتونخوا ایالت په هنګو سیمه کې د پولیسو پر پوستې د سخت دریځو له خوا برید شوی چې په ترڅ کې یو پوليس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

بل خوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې برید کونکو د یوه پولیس چارواکي پر دوو وروڼو ډزې کړې او هغه يې وژلي دي.

ځايي پولیس وايي، د ټل سیمې پر پوستې د دوشنبې په سهار (سپتامبر ۱۵) سخت دریځو وسله والو برید وکړ.

د چارواکو په وینا، د برید کونکو په ډله کې ځانمرګی برید کونکی هم شامل وو.

پولیسو وايي، په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او د پولیسو د ځوابي برید په پایله کې برید کونکي تښتېدلي.

دوی وايي، په دغه سيمه کې د اړیکو د سیستم خرابوالي له امله تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې د ټل له پولیسو سره اړیکي ونیسي.

چارواکي وايي، داسې معلومات تر لاسه شوي چې پولیسو پر یوه ځانمرګي بریدګر ډزې کړې چې په ترڅ کې یوه درنه چاودنه را منځ ته شوه.

د دوی په وینا، پولیس او ځايي چارواکي سیمې ته ورسېدل، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې برید کونکي تښتېدلي یا دا چې په دغه سیمه کې پټ شوي دي.

د هنګو پر پولیسو له دې مخکې هم بریدونه شوي وه چې په ځانمرګي بریدونواو هدفي وژنو ګڼ شمېر کسان وژل شوي وه.

په ديره اسماعیل خان سیمه کې د ځای پولیسو افسر سیف الرحمان په کور د نامعلومو کسانو له خوا په برید کې د هغه دوه وروڼه ووژل شول او یو ټپي شوی دی.

د برید کوونکو شمېر له لسو تر ۱۵ کسانو ښودل کېده چې د پولیسو په وینا دا بريد کېدا شي په کلاچۍ سیمه کې د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو په غبرګون کې شوی وي.

ورته مطالب