خیبر ایجنسۍ کې بمي برید سخت دریځی وواژه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خیبر ایجنسۍ کې ګڼ پوځي عملیات تر سره شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې د یوې سخت دريځې ډلې پر موټر د ریموټ کنټرول بم برید په پایله کې یو سخت دریځی وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د خیبر ایجنسۍ یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې پېښه د جمعې پر سهار د باړې ولسوالۍ په سپاه سیمه کې را منځ ته شوه.

دغه چارواکي وویل چې د ناقانونه ډلې (اسلامي لښکر) سره تړلي جنګیاليو په موټر کې سفر کاوه چې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی ریموټ کنټرول بم چاودنې کې په نښه شول.

چارواکی وايي په چاودنه کې یو سخت دریځې وژل شوی، یو ټپي دی او موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

خو بي بي سي ته د لاسته راغلو مالوماتو پر بنسټ د وژل شویو شمېر درې ښودل شوی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې څو ورځې وړاندې د اسلامي لښکر ډلې یو پخوانی ویاند د ناپېژندل شویو کسان په ډزو کې ووژل شو.

د امنیتي ځواکونه له لوري په خیبر ایجنسۍ کې له تېرو څو کلونو راهیسې د سخت دریځو ډلو پر ضد عملیات روان دي.

خو د حکومت د پرله پسې ادعاوو سربېره اوس هم دغه سیمه له سخت دریځو نه ده پاکه شوې.

درې ورځې وړاندې هم پاکستاني پوځ د خیبر ایجنسۍ په تیراه سیمه کې هوايي بریدونه وکړل چې په کې د ۲۰ سخت دریځو د وژل کېدو ادعا شوې وه.

بنو کې د ډزو پایله کې ښځه ووژل شوه

د خیبر پښتونخوا په بنو کې له شمالي وزیرستانه پر کډه شوې کورنۍ د نا پېژندل شویو وسله والو د ډزو په پایله کې یوه ښځه وژل شوې او درې نور ټپیان شوې دي.

پولیسو ویلي پېښه د جمعې پر ورځ سهار وختي د جاني خیل په سیمه کې رامنځ ته شوه.

د بنو پولیسو يوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې د شمالي وزیرستان د عیدک له سیمې بې کوره شوې یوه کورنۍ په موټر کې سپاره وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

په ټپیانو کې یوه ښځه، یو ماشوم او یو سړی شامل دي. تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند شوی.

تېره ورځ پر پنجشنبې هم د بنو په جاني خیل سیمه کې وسله والو کسانو پر پولیسو ډزې کړې وې چې په کې د پولیسو دوه چارواکي ووژل شول.

د پولیسو له خوا په ځوابي برید کې یو وسله وال هم وژل شوی وو.

پولیسو د برید پړه د سیف الله پر سخت دريځې ډلې اچولې وه.

ورته مطالب