پیښور کې چاودنې درې کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پېښور کې د وسلوالو لخوا د امنیتي ځواکونو په نښه کېدلو لړۍ روانه ده

دیورند کرښې ته څیرمه د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې چاودنې د فرنټیر کور یوه تن چارواکي په ګډون درې کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د پېښور ځاي پولیس وايي، د سه شنبې په سهار د صدر پر سړک د پېښور پریس کلب او اور ګاډي اډې ته لنډه دغه چاودنه شوې.

د پولیسو مشر اعجاز خان په وینا، د چاودنې موخه د فرنټیر کور بریدمن خالد جاوید موټر و چې د چاودنې پر وخت له دې سیمې تیریده.

اعجاز خان له چاودنې وروسته په خبري غونډه کې وویل، چاودنه په یو موټر کې وشوه چې پوځې قافلې ته ډیر لنډ و.

حکومتي تلویزیون د چاودنې په سیمه کې د ویجاړ شوي موټر انځورونه خپاره کړي.

د پېښور پولیس وايي، له چاودنې خالد جاوید ژوندی وتلی خو د ایف سي یو کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د سي سي پي او، اړوند په وژل شو کسانو کې یوه مېرمن او یو لاروی شامل دي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د چاودنې نه وروسته د فرنټیر کور ځواکونو د چاودنې سیمه کلابنده کړې.

د اعجاز خان په وینا، ښکاري چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب غضب عملیاتو غبرګون پیل شوی او د ښار په لویو لارو کې امنیتي تدابیر سخت کړي. سږ کال په خیبرپښتونخوا کې د تاوتریخوالي لویې پېښې کمې شوې خو د امنیتي ځواکونو په نښه کولو لړۍ روانه ده.

ورته مطالب