پېښور کې د پولیسو د چارواکي هدفي وژنه

Image caption پېښور کې په دغه ډول پېښو کې تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې د پولیسو یو چارواکی د وسله والو کسانو له لورې په ډزو وژل شوی دی.

پولیس وایي پېښه د پنجشنبې پر سهار د پېښور ښار د یکه توت په دروه چوک سیمه کې را منځ ته شوې ده.

د یکه توت د تاڼې یوه چارواکي عصمت الله بي بي سي ته وویل چې د پولیسو یوه چارواکي خپل ماشومان ښوونځي ته لېږدول چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.

د ډزو په پایله کې د پولیسو دغه چارواکی ځای پر ځای ووژل شو. خو ماشومانو ته یې په برید کې زیان نه دی رسېدلی.

ښاغلي عصمت الله زیاته کړه چې له ډزو وروسته وسله وال کسان په تېښته بریالي شوي دي.

له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې پېښور کې د پولیسو د هدفي وژنو په پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

پېښور کې په دغه ډول پېښو کې تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي دي.

په عمومي ډول وسله وال کسان پر پولیسو د پېښور له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې بریدونه کوي.

داسې برېښي چې پولیس د دغه ډول پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

بل خوا په قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې د دولت د یوه مامور د زوی مړی موندل شوی دی.

د مومند ایجنسۍ یوه حکومتي چارواکي بي سي سي ته وویل چې د پنجشنبې پر ورځ د حلیمزي د چندا سیمې د سړک له غاړې د امجد نومې یوه هلک مړی موندل شوی چې سر ترې غوڅ شوی دی.

دغه چارواکي وویل چې له مړي سره د جماعت الاحرار نومې ډلې یو لیک هم تر لاسه شوی دی.

په لیک کې راغلي چې مړ شوي کس د دوی پر ضد کړنې کولې ځکه نو ووژل شو او خبرداری ورکړل شوی چې که هر چا دغه ډول کړنې وکړې نو له ورته پایلې سره به مخامخ شي.

حکومتي چارواکي وویل چې د مړه شوي ځوان پلار د مومند ایجنسۍ مرکز غلنيي د یوه ښوونځي کارکونکی دی.

مومند ایجنسۍ کې په تېرو څو ورځو کې د مړو موندلو ګڼې پېښې را مخ ته شوې دي.

له دې وړاندې په یوه ورځ کې په ظاهره د وسله والو طالبانو د جنګیالیو درې مړي موندل شوي وو.

ورته مطالب