پاکستان کې د ګوزڼ ناروغانو شمېر لوړ شوی

Image caption سږ کال د ګوزڼ پر ناروغیو د اخته کسانو شمېر له ۲۰۰ واوښت او د ۱۴ کلنې لوړې شمېرې ریکارډ یې مات کړ

پاکستان کې سږ کال پر پولیو یا ګوزڼ اخته ناروغانو کچه تر دوه سوو اوښتې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو لوړه بلل شوې.

ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې یوې ډلې کارکوونکي ډاکټر رانا محمد صفدر بي بي سي ته وویل چې د جمعې په ورځ پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ۸ نورو کسانو قضیې هم رامخته شوې

نوموړي وویل د دغو نویو قضیو د اربرسېره کېدو سره اوس په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان کې د ګوزڼ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۲ ته ورسېد.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۱ کال کې پاکستان کې د ګوزڼ پر ناروغۍ ۱۹۹ کسان اخته شوي و.

له هغه راهیسې دا په یوه کال کې د ګوزڼ د ناروغانو تر ټولو لوی شمېر و.

خو سږ کال د ګوزڼ پر ناروغیو د اخته کسانو شمېر له ۲۰۰ واوښت او د ۱۴ کلنې لوړې شمېرې ریکارډ یې مات کړ.

ښاغلي صفدر وویل چې په نویو پېژندل شویو مریضانو کې ډیری یې د خیبر پښونخواه له ایالت سره تړاو لري.

پاکستان کې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې د زیاتوالي لامل د مېندو پلرونو له لورې بچو ته د څاڅکو ورکولو څخه ډډه کول ښوول شوي.

همدا رنګه په دغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د فعالو ډلو پر کارکوونکو بریدونه هم د دغې ناروغۍ د زیاتوالي یو ستر لامل بلل شوی.

پاکستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او یوه استازي زبیر مفتي وویل:

"پاکستان کې د پولېو يا گوزڼ پېښې د شرمنده گۍ ترکچې زياتې شوي دي. سږکال په تيرو ١٥ کلو کې بې سارى دى. زياتره دغه پېښې د پاکستان په شمال لویديځ قبايلي سيمو کې رامنځ ته شوي دي، چې د مسلمانو افراطيانو د تشدد او فعاليت له کبله د واکسين ډلې نشي کولى چې واکسين په سمه توګه او په خپل وخت تطبيق کړي"

نوموړي زیاته کړه چې دغه کسان باور کوي چي د واکسين تطبيق د مسلمانانو د عقيم يا شنډولو لپاره د لوديځوالو يوه دسيسه ده.

د واکسين د کمپين پر مهال د امنيتي ستونزو له کبله يو شمېر واکيسيناتوران او روغتياپا لان وژل شوي دي.

ورته مطالب