خلک تا نه مني ته به په خلکو ځان منې

د انځور حقوق Getty
Image caption ملاله به د لارې مشعل شي او خلک به تعليم او د رڼا لارې ته راوبولي.

څو کاله پخوا مې ملاله يوسفزۍ په يوه رېډيو مرکه کې واورېده. زه هم د پروگرام يوه مېلمنه وم. دا نجلۍ زړوره راښکاره شوه.

تر دې دمخه مې د دې پلار ليدلى و. هغه وخت چې په سوات کې د پاکستان د پوځي اپريشن خبرې کېدې. د ملالې پلار ډېر زړه ور و ښکاره يې ويل چې دلته عام خلک مري. د خپلو خلکو فکر ورسره و. خو د ده تر ټولو لوى کار دا دى چې خپلې لور ته يې موقع ورکړه.

سوات هغه سيمه ده چې د نجلۍ له پيدا کېدو سره يې مور د هغې د واده فکر شروع کوي. د سوات نجونې که ١٨ کلنې شي د وخته واده شوې وي.

خو د ملالې يوسفزۍ په څېر نجلۍ نه يوازې په سوات بلکې په ټول پښتون ولس کې هسې په قسمتونو کې يو ځل پيدا کېږي.

ټولې پښتنې نجونې زړه ورې دي، پښتانه کمزورې نجونې نه غواړي. که د ميوند ملاله ده او که د پښتو ټپو نورې اتلانې دي ټولې د زړه ورتيا نخښې دي خو د سوات دا وړه ملاله د قلم نجلۍ ده. دا خپلو خلکو ته رڼا غواړي.

کله چې په افغانستان کې جنگونه شروع شول او افغانان پښتونخوا ته راغلل نو د پښتونخوا ښځو له هغو ښځو خپلواکي زده کړه. افغان ښځې خپلواکه وې. دوى به خپل کار خپله کاوه خو د پښتونخوا ښځو به په هر څه کې سړو ته کتل.

د افغان مېرمنو هغه اثر د پښتونخوا په ښځو دومره ډېر شو چې اوس دلته هم ښځې پوره خپلواکې دي او ملالې په کې پيدا کيږي.

زما په باور د ملالې يوسفزۍ د نوبل انعام به هم دغسې يو اثر ولري او دلته به پښتنې نجونې نوې ساه پيدا کړي. ملاله به پښتنو نجونو او قوم ته ووايي چې خلک پښتانه له تعليم نه لرې ساتل غواړي او پښتانه بايد بيداره شي.

داسې خلک شته چې په پوره اراده غواړي چې موږ " جاهل" پاتې شو. خو ملاله به د لارې مشعل شي او خلک به تعليم او د رڼا لارې ته راوبولي.

د سوات په څېر ليرې پرتې سيمې کې د داسې مور و پلار ستاينه په کار ده چې وړه لور يې د نوبل د انعام تر گټلو ورسوله.

اوس به پښتنې نجونې ومني چې خلک تا نه مني بلکې ته به په خلکو ځان منې. مشکلات به وي خو پښتنې به دنيا ته ثابتوي چې موږ تر چا کمې نه يوو.

ورته مطالب