خیبر ایجنسۍ کې پوځي عملیات پیل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځايي چارواکي وايي د وسله والو ډلو له منځه تلو تر مهاله به پوځي عملیات دوام وکړي

قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ کې د یکشنبې په ورځ له هیلیکوپترونو غورځول شویو پاڼو کې توندلارو وسله والو ته درې ورځې وخت ورکړل شوی، چې وسله پر ځمکه کېږدي او ځانونه حکومت ته وسپاري که نه وايي، پر ضد به یې پراخ عملیات ترسره شي.

ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، دغه پاڼې په پښتو لیکلې شوې او پکې له ځايي خلکو هم غوښتل شوي، چې توند لارو ته پنا ورنه کړي او دوی سره مبارزې کې د حکومت پلوي وکړي.

پاکستاني پوځیانو څلور ورځې مخکې پېښور ښار ته څېرمه باړه سیمه کې د سخت دریځو وسله والو ډلو پر ضد ناڅاپي پوځي عملیات پیل کړل.

پاڼو کې دغه راز ګواښ شوی، که کوم ځای کس توندلارو وسله والو ته پنا ورکړي، له سخت چلند سره به مخامخ شي.

قبایلي سیمو کې د بېړنیز حالت پر مهال د مرستو ادارې ویاند حسیب خان، بي بي سي ته وویل، د باړې له بېلو سیمو نه د پوځي عملیاتو له کبله تر اوسه ۱۶۴۸ کورنۍ پېښور او نورو سیمو ته کډوال شوي دي.

د نوموړي په وینا د کډوال شویو کسانو شمېر نژدې ۱۳۰۰۰ کسانو ته رسیږي، خو ځايي اوسېدونکي د بې ځایه شویو کسانو شمېر له دې شمېرو ډېر ښيي.

له دې مخکې د سیمې مشرانو یوې جرګې کې له ځايي چارواکو د عملیاتو درولو او سولې لپاره د خبرو اترو غوښتنه وکړه، خو په ځواب کې ورته ځايي چارواکو ویلي و، چې د خبرو وخت تېر شوی او سیمه کې به د سخت دریځو وسله والو ډلو له منځه تلو تر مهاله پوځي عملیات دوام وکړي.

د پاکستان پوځي سرچینو په وینا د دغو عملیاتو مهم هدف سیمه کې فعاله لشکر اسلام وسله واله ډله ده. تر اوسه دغو عملیاتو کې له ۲۰ د ډېرو سخت دریځو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې.