باجوړ کې د ګوزڼ پر ټیم برید کې دوه کسان ټپیان شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا په باجوړ ایجنسۍ کې په تېرو دریو ورځو کې د تاوتریخوالي درېیمه پېښه ده.

د پاکستان په قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې له لرې کنټرول شوې چاودنې پایله کې د ګوزڼ ټیم د ساتندویه ډلې دوه چارواکي او یو موټر چلونکی ټپیان شوي دي.

طالبانو دوه ورځې وړاندې سیمه کې پاڼې وېشلې وې او د امنیتي چارواکو په ګډون یې د پولیو ټیمونو او نورو مرستندویه ادارو رضا کارانو په نښه کولو ګواښ کړی و.

دغه پېښه د باجوړ ایجنسۍ په ډبر کلي کې را منځ ته شوې ده.

د سیاسي ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې ساتندویه ډله د ګوزڼ واکسین کمپاین لپاره په یوه موټر کې روان ول چې ورته نږدې چاودنه وشوه.

دا په باجوړ ایجنسۍ کې په تېرو دریو ورځو کې د تاوتریخوالي درېیمه پېښه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سږ کال پاکستان کې د ګوزڼ د نویو ناروغانو شمېر له ۲۰۰ اوړېدلی دی.

په تېرو دوو ورځو کې په دوو پېښو کې یو ملکي کس وژل شوی او د نیمه پوځي ځواک درې چارواکي ټپیان شوي وو.

طالبانو د دغو پېښو مسولیت په غاړه اخیستی و او ویلي یې وو چې وژل شوی سړی د سولې د لښکر رضاکار و.

دوه ورځې مخکې طالبانو د باجوړ ایجنسۍ په خار سیمه کې یوه پاڼه وېشلې وه چې په کې د امنیتي او څارګرو ادارو چارواکو په ګدون د غېر حکومتي مرستندویه ادارو او د ګوزڼ واکسین پر رضاکارانو د بریدونو ګواښ شوی و.

باجوړ او مومند ایجنسیو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې حالت کړکېچن ښودل کېږي.

مومند ایجنسۍ کې تېرو دریو میاشتو کې د تاوتریخوالي ۲۴ پېښې شوې دي چې په کې امنیتي چارواکي او د ګوزڼ واکسین کمپاین ټیمونه په نښه شوي دي.

داسې پېښې هم شوې چې په کې له تښتول کېدو وروسته د خلکو مړي موندل شوي دي.

ورته مطالب