وزیرستان کې ډرون برید کې څلور کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption روان کال اوږدو کې سویلي وزیرستان کې ۱۵ ډرون بریدونه شوي

قبایلي سیمې، سویلي وزیرستان کې د امریکايي ډرون برید پایله کې د دوو بهرنیانو په شمول لږ تر لږه څلور توندلاري وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا دغه برید له مرکزي ښار واڼه نه نژدې لس کیلومتره لرې اعظم ورسک برمل سیمه کې د پنجشبنې په سهار شوی دی.

د چارواکو په وینا ډرون الوتکې یو کور په دوو توغندیو وېشتلي، چې پایله کې یې څلور اورپکي وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، هغه کور چې په توغندیو وېشتل شوی، توند لارو ترې د مرکز په توګه کار اخیست.

د روان کال اوږدو کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو د اورپکو پر پټنځایونو ۱۵ بریدونه کړي دي، چې پکې دوه بریدونه سویلي وزیرستان او ۱۳ نور په شمالي وزیرستان کې شوې دي.

دغو بریدونو کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي. د سپتمبر وروستیو کې د سویلي وزیرستان واڼه کې پر یوه ګاډي ډرون برید شوی و، چې پکې د ځايي چارواکو په وینا بهرني وسله وال وژل شوي وو.