'خېبر اینجنسۍ عملیاتو ۱۰ ګونه زره کسان بې کوره کړي'

د انځور حقوق b
Image caption تر دې دمه ۱۷۱۵۵۹ کسان خپلو کورونو او کارونو پرېښودو ته اړ شوي

قبایلي سیمه خیبر ایجنسي کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پیلیدو له کبله نژدې دوه لکه کسان خپلو کورونو پرې ښودو ته اړیستل شوي دي.

د ایف ډی ایم ای ادارې ویاند حسیب خان بي بي سي ته وویل، له باړه سیمې بې ځایه شوې کورنیو لپاره په پېښور، خیبر ایجنسي او اورکزۍ ایجنسۍ کې د نوم ثبتولو ځایونه ورته ټاکل شوي او د دوی نومونه ثبت وي.

نوموړي وویل، تر دې دمه ۱۷۱۵۵۹ کسان خپلو کورونو او کارونو پرېښودو ته اړ شوي چې په کیمپونو او یا د دوستانو کورونو کې ژوند تیروي.

حسیب خان وویل، د باړه سیمې له ۵۰۰ نه نیولې تر ۱۰۰۰ کسانو لپاره په جلوزو کیمپ کې د اوسیدو امکانات برابر شي خو زیاتره خلکو د خپلو دوستانو کورونو کې پناه اخیستې ده.

ویاند وویل، له باړه سیمې زرګونه کورنۍ لا پخوا وتلې او نور وګړي د خپلو کورنو د پرېښودو په حال کې دي چې وروسته به د بې ځایه شویو کسانو کره شمېره معلومه شي.

حسیب خان زیاته کړه چې د باړې او نورو سیمو زیانمن کسان وايي، چې دوی ته هغه ډول مرستې نه دې رسیدلې لکه څنګه چې د شمالي وزیرستان بې ځایه شویو کسانو سره شوې وې.

نوموړي وویل، چې په دې تړاو د ایف ډی ایم ای ادارې له دولته غوښتنه کړې چې ټولو زیانمنو کسانو سره د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې مرستې وشي او هیله ده چې د ده په وینا دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا شي.

د خیبر عملیاتو له کبله بې ځایه شوي کسان وايي، چې د حکومت له خوا دوی سره د مرستو ډېرې وعدې شوې خو عمل کې اصلا سمه مرسته چا ورسره نه ده کړې.

ورته مطالب