اورکزی ایجنسۍ کې پر پاکستاني ځواکونو برید شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د امنیتي ځواکونو پر پوستې شپې مهال برید شوی

قبایلي سیمې اورکزی ایجنسۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو یوه برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او په ځوابي برید کې د ۲۰ توندلارو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

پېښور کې یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې پېښه د جمعې او شنبې تر منځ شپې مهال د اورکزیو شیرین دره سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا لسګونه وسله وال شپې مهال د خیبر ایجنسۍ له لوري راغلل او په یاده سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ.

نوموړی وايي، برید کې د ایف سي نومي ځواک لږ تر لږه څلور سرتېري وژل شوي او درې کسه ټپیان دي، خو یو شمېر ځايي سرچینې وايي د وژل شویو سرتېرو شمېر شپږ کسان دي.

داسې رپوټونه هم شته، چې وسله والو له بریده وروسته د امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان له ځان سره بیولي، خو چارواکو دغه رپوټونه نه دي تایید کړي.

د چارواکي په خبره د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو کې د شلو وسله والو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د جمعې په ورځ هم یاده سیمه کې پر امنیتي ځواکونو وسله والو برید کړی و، چې پایله کې یې یو سرتېری وژل شوی و.

اورکزی ایجنسۍ له خیبر ایجنسۍ سره پر پوله پرته سیمه ده او رپوټونو کې ویل کېږي، چې دغه سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو عملیاتو له کبله په سیمه کې شته اورپکي د اورکزیو سیمې ته لېږدېدلي دي.

بل لور ته باجوړ کې د یوې ریموټ کنترول بمي چاودنې پایله کې د پاکستاني نیمه پوځي ځواک یو سرتېری وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د ځايي چارواکو په وینا د شنبې په ګهیځ ماموند سیمې کې د سړک غاړې بمي چاودنې له کبله یاده پېښه رامنځته شوه.

پاکستاني طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او وايي یاد برید دوی ترسره کړی دی.