خیبر ایجنسي کې ۵ وسلوال وژل شوي

قبایلي سیمه خیبر ایجنسي کې چارواکي وايي، سخت دریځې ډلې لشکر اسلام او د امن کمیټې رضاکاره کارکوونکو ترمنځ نښته کې د یوه قومندان په ګډون ۵ کسه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

په خیبر ایجنسي کې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، دغه نښته تېره شپه د لنډي کوتل په لرې پرتې سیمه زخه خیلو کې رامنځ ته شوې.

نوموړي وویل، دواړو خواو پر یو بل د درنو وسلو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې د لشکر اسلام پنځه اورپکي وژل شوي دي.

د دوی په وینا په وژل شويو کسانو کې سخت دریځی قومندان ګل بت خان هم شامل دی.

حکومتي چارواکي وايي، په نښته کې د امن کمېټې حکومت پلوه اووه کسان هم ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د لشکر اسلام او امن کمېټې ترمنځ په زخه خیلو سیمه کې له څو اوونیو راهيسې نښتې روانې دي چې دواړو خوا ته یې زیانونه اړولي دي.

په خیبر ایجنسي کې له څو اورنیو را په دې خوا د امنیتي ځواکونو له خوا د سخت دریځو پر وړاندې عملیات روان دي.

د خیبر ایجنسي په درې واړه سیمو باړه، جمرود او لنډي کوتل کې عملیات روان دي، تر دې دمه ډېر عملیات په باړه سیمه کې تر سره شوي چې ویل کېږي د سخت دریځو مرکزي ځای دی.

د پاکستان د پوځ په وینا، په خیبر ایجنسي کې به تر هغه عملیات روان وي چې سیمه له سخت دریځو پاکه شوې نه وي.

ورته مطالب