پښتونخوا کالم - د ډاکټر اشرف غني په پاکستان کې دوه ورځې

Image caption ډاکټر اشرف غني د افغانستان داسې لومړی ولسمشر دى چې په پاکستان کې هېڅ اړيکى نه لري، او نه یې تر دې وړاندې اړیکې پاتې شوې دي.

د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د پاکستان دوه ورځنۍ دورې په ځان پسې ډېرې خوش بينۍ را پیدا کړې.

د پاکستان رسنيو، تبصرو، ورځپاڼو، تجزيو، د پوهانو خبرو او د سياستوالو بيانونو په لومړي ځل د پاک افغان دوستۍ احساس را تازه کړ.

پاکستاني رسنیو وویل:

ډاکټر اشرف غني د افغانستان داسې لومړی ولسمشر دى چې په پاکستان کې هېڅ اړيکى نه لري، او نه یې تر دې وړاندې اړیکې پاتې شوې دي. دا افغان ادم زاد د پاکستاني پېريانو په دایره کې دننه نه دى.

اشاره یې د هاغه افغان مشرانو طرف ته وه چې څه موده يا دلته اوسېدلي دي يا ورته د پاکستان د کوربتوب ویاړ حاصل دى، يا لکه محمود او اياز په يو صف په يو امام پسې ولاړ دي.

په دغه حواله ډاکټر اشرف غني بېخي ځان له د ځانګړي حیثيت مالک دى. روښان فکره تجزيه نګارانو د ده دورې ته په دروند نظر کتلي دي او دا يې ویلي چې د افغان ولسمشر دورې سره به د پاک افغان دوستۍ بندې دروازې پرانیستل شي، شکونه به ختم شي. که د هند څخه پنجاب ته د الوګانو راتلو باندې څه پابندي نشته نو د افغانستان انګور، انار، خربوزې او نور څه به هم ممنوعه نه وي او د دې لنډۍ هدف به په ښو معنو پوره شي چې:

مينه په تلو راتلو زياتېږي

کله راځه کله به زه درځم مئينه

هسې خو د دواړو خواو ولسونو يو بل سره د دې لنډۍ په معنا خپل تعلق پاللى دى او اوس هم پالي بلکې د رشتو رګ ريښې يې هم شته خو د حکومتونو په سطح دا تعلق همېشه شکمن پاتې دى.

د ډاکټر اشرف غني د دوو ورځو د خوشبينۍ سره ماته د پخواني افغان ولسمشر سردار داود خان او ذوالفقار علي بهټو د پاکستان په مري کې ملاقات را ياد شو. دا دواړه په خپل خپل هېوادونو کې ځواکمن ولسمشران پاتې شوي دي او دا ملاقات د بهټو په پېښور جلسه کې عوامي جلسې ته د هغه وینا نه وروسته شوى و چې په کومه جلسه کې ذوالفقارعلي بهټو د افغانستان ولسمشر سردار داود ته د پښتونستان په عکس العمل ویلي وو:

"چپ شئ ګنې زه به د پاکستان بیرغ په کابل ولګوم"

د بهټو دا سخت غبرګون په افغان جهاد کې پاکستاني جنرال ضياء الحق داسې نرم کړى و:

''زه به د افغان جهاد په کاميابۍ په پُل خشتي جومات کې د شکرانې سجده کوم''

افغانانو په وروستي دورونو کې د دې خبرې هم بد منلي وو ځکه چې په کابل بیرغ او سجده لګول دواړو یوه معنا درلوده.

وخت او حالاتو ثابته کړه چې خس يې مه ګڼه، په سترګو کې به دې پرېوځي!

د بل د کور اور ته لمنه مه وهه، خپله لمنه به دې وسوځي!

زما کور ته کاڼي مه راوله، دا کاڼي به ستا په شيش محل وويشتل شي!

څوک چې چا له بارود لېږي هغوى د ګلونو ډالۍ نه ورکوي!

او د علامه اقبال د فارسي شعر دا مفهوم چې په افغانه سیمه اور بلېږي نو ټوله نړۍ به ناکراره وي!

دا ټولې خبرې، د ټولو لفظونو معناوې هر چا په خپلو خپلو شکلونو ولیدلې، او د دې ټولو ترخو تجربو نه وروسته چې دوه ناکراره ګاونډيان د يو بل کور ته په مينه لاړ شي، نو بايد چې د مينې ځواب مينه وي.

د ډاکټر اشرف غني دلته په اسلام اباد کې د مينې دا غوښتنه په داسې مهال نوره با معنا ده چې لومړی هغه په خپل وطن کې خپلو مرورو افغانانو ته وویل:

راځه چې دواړه سره کښينو

زما ستا څوک دي چې به موږ پخلا کوينه

هغه زوړ جهادي مرور ګلبدين حکمتيار چې د کابل څخه يې اوږده مرورتيا وکړه د اشرف غني د مينې غږ ته يې هر کلى وویل.

مينه په شرطونو نه کېږي. مينه د وينې غږ غواړي. هغه وخت تلى دى چې فرهاد عاشق ته يې د شيرينۍ لپاره د غر کیندلو شرط وړاندې کړى و. هوښیاران وايي چې که غر لوى دى په سر يې لار شته، چې غر لاره لري نو په زړونو کې ولې لاره نه شي کېدی!

افغان ولسمشر ورکې لارې تازه کړې، کږې لارې يې ورته روښانه کړې، هر چا سره يې وليدل، هر چا سره يې خبرې وکړې، دا خبره يې ورته بامعنا کړه چې يو بل ته به زاړه نه يادوو، چې زاړه ياد نه شي نو نوي خو څه نشته. دا هر څه خو زاړه دي، د ګرمو اوبو او د يخو اوبو خبره خو ختمه ده، اوس خو د خپل سر نه هم او د بل د سر نه هم د اور مړ کولو وخت دى.

که څوک وايي چې زه به د خپل سر نه اور مړ کړم او د بل د اور تماشه به کوم نو داسې نه شي کېدى. اوس خو د رنګ، نسل، قوم، ژبې، مذهب او د جغرافيې له توپیر نه پرته د سرونو بچ کولو وخت دى. اوس خو د پرښتو هغه خبره دروغ کول دي چې خداى تعالٰى ویل زه ادم پیدا کوم، پرښتو ورته وویل:

دوى مه پیدا کوه، بيا به په ځمکه شر او فساد کوي!

اوس خو د خپل رب د ريښتينې وینا ثابتولو وخت دى، اوس خو ځمکه د اوره پاکول دي!

د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني په اسلام اباد کې دا تاٴثر د پښتنو دريو مشرانو، د اى اين پي مشر اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا مېپ مشر محمود خان اڅکزي او د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ ته هم ورکړو، چې په لومړي ځل يې درېواړه يو ځاى کښېنول او دا تاٴثر يې ورکړو چې زه په دوو ورځو کې دا دومره لويه بدمرغي او بدګوماني ختموم نو تاسو د يو پښتون افغان وطن درې مشران ولې د سياسي انا د خول نه بهر نه راوځئ!؟

چې تاسو خپل پښتانه دلته نشئ ساتلى، ما به څنګه ژغورئ!؟

ورته مطالب