چارسده کې پر پولیو ټیم برید کې یو کس ټپي شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان د نړۍ یو له هغو دریو هېوادونو نه دی چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي اوس هم په کې شتون لري.

د خیبر پښتونخوا ښار چارسدې سره نږدې شب قدر سیمې کې د ناپېژندل شویو کسانو په ډزو کې د پولیو د کمپاین یو رضاکار ټپي شوی دی.

دغه پېښه د چارسدې پر مټه سړک هغه مهال را منځ ته شوه چې د کمپاین رضاکارانو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول.

پولیس وايي ټپي شوی رضاکار لومړی د شب قدر روغتون ته ولېږدول شو او د ډاکټرانو له معاینې وروسته دغه کس د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته ولېږل شو.

دغه پېښه د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ پولې ته څېرمه د منډا په سیمه کې را منځ ته شوه.

له دغه برید وروسته په سیمه کې امنیتي ترتیبات زیات کړای شوي دي. ځايي خلک وايي چې د ګوزڼ واکسین کمپاین په خاطر نن ښار کې ګڼ پولیس لیدل کېږي او ځای ځای تلاشیانې روانې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خیبر پښتونخوا په ۲۰ ولسوالیو کې د پولیو ویروس د له منځه وړلو کمپاین ادامه لري.

د روانې میاشتې په پیل کې د چارسدې ښار په بېلا بېلو سیمو کې پر دېوالونو داسې پاڼې لګول شوې وې چې ګواکې د ګوزڼ په څاڅکو کې روغتیا ته زیان رسونکي مواد ګډ دي او دغه څاڅکي باید کوچنیانو ته ور نه کړل شي.

ځايي چارواکو بیا په سملاسي ډول دغه پاڼې له دېوالونو لرې کړې وې.

تر دې وړاندې د تېرې میاشتې پر ۲۰مې نېټې په باجوړ ایجنسۍ کې هم پاڼې وېشل شوې وې چې په کې ویل شوي وو دوی پر امنیتي ځواکونو او د پولیو کمپاین پر کارکونکو بریدونه کولی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د پولیو کمپاین پر ټیمونو بریدونه شوي دي.

د کوهاټ په جنګل خیل سیمه کې یو لوی شمېر کورنیو خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو د نه ورکولو پرېکړه کړې وه خو اړوندو چارواکو وروسته دغه کورنۍ ماشومانو ته د څاڅکو په ورکولو سلا کړې.

د خیبر پښتونخوا په اوو ولسوالیو کې د پولیو کمپاین بشپړ شوی او په ۱۳ نورو هغو کې دغه کمپاین لا هم روان دی. پېښور کې دغه کمپاین د یکشنبې پر ورځ بشپړ شو.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلا سیمو کې د پولیو کمپاین پر ډلو ګڼ بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې یو لوی شمېر روغتیايي کارکونکي او د دوی د امنیت لپاره ګومارل شوي پولیس وژل شوي دي.

ورته مطالب