پښتونخوا کالم - د پښتنو لويه جرګه نتيجه نه لري

Image caption اسفند يار ولي خان په بلنه دغه لويه جرګه رابلل شوې وه

په اسلام اباد کې د ای اين پي د مشر اسفند يار ولي خان په بلنه ګرېنډ جرګه (لويه جرګه) رابلل شوې وه.

په دغه جرګه کې د ای اين پي اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا مېپ محمود خان اڅکزی، د قومي وطن پارټۍ اۤفتاب شېرپاو، د جمعيت العلما اسلام مولانا فضل الرحمان او د جماعت اسلامي سراج الحق ګډون کړی و.

جرګې پرېکړه کړې وه چې د پښتونخوا په خاوره د وزيرستان کډوالو ته پناه ورکړي او دا چې خپلو کورونو ته یې په عزت او درناوي بېرته تګ يقينى کړای شي.

د جرګې پایله نشته، یوازې دومره نتيجه لري چې حجره جومات په اسلام اباد کې يو ځای شول (حجره: قام پرست، جومات: مذهبي ګوندونه).

څلورو واړو ګوندونو لکه چې خپل مسولیت ترسره کړ. د دې جرګې څخه د عمران خان تحريک انصاف ګوند بهر و، که څه هم دوی د پښتونخوا چارواکي دي.

عمران خان وزيرستان باندې د مور دعوه هم لري خو د دې جرګې نه بهر پاتى شو ځکه چې هغه د يوه ګوند سره د ناستې ځای پرېښی نه دى. په دغه حواله عمران خان نه د حجرې او نه د جومات دى. د پښتونخوا چارواکي دي خو د پښتنو د حالاتو نه خبر نه دي.

دلته چې څوک د پښتونخوا د تاريخ، جغرافيې او د ولسونو د ستونزو څخه خبر دي، هغوى هم په سياسي توګه د اسلام اباد سترګو ته ګوري. د اسلام اباد سترګې چې په کومو عینکو کې موږ ته ګوري، په هغه کې موږ بل بل شان نور نور څه ښکارو.

ګنې د دومره لويو ګوندونو جرګه به وشي او د مولانا فضل الرحمان غوندې خوله ور استازي به د وزيراعظم خوا له لاړ شي، د جرګې حال به ورله يوسي او نتيجه به نه لري!؟

ډېره اسانه او ساده خبره ده. جنګ د پښتونخوا په خاوره کې دى، اور په وزيرستان کې بلېږي، فیصله په اسلام اباد کې کېږي، لکه اوبه چې زموږ په سينه بهېږي، جاګير د بل چا دى!

لکه چې بجلي زموږ ده، اختيار یې په لاهور واپډا هاوس کې دى!

لکه چې پیداوار زموږ دى، خو واک یې بل چا سره دى!

د وزيرستان خبره خو نوره د ګونجى ګونجى په پردو پټه ده. لکه قاف غر ته چې پېريانو ماماګانو له ورتلل وي.

زموږ پښتانه مشران په دغه خبره پوه دي چې د وزيرستان عملیاتو څخه د صوبې وزير اعلٰى خبر نه و او هلته يرغل شوى و، خلکو کډې بار کړې وې. دا خو د صوبې او مرکز خراې اړيکې دي چې د دوو سياستمداراو په جنګ کې پښتونخوا دل کېږي.

د پښتنو وارثانو په اسلام اباد کې ګرېنډ جرګه (لويه جرګه) د وزيرستان نه عنوان جوړ کړو خو د وزيرستان نه بلوچستان جوړ شوى دى.

د پاکستان عسکرو ته د بهر نه پر پولو د جنګ دومره خطر نشته څومره خطرې چې په خپل هېواد دننه لري او د حیرت ډکه خبره دا ده چې زموږ عسکر د پاکستان په مختلفو عملیات ځايونو د فتحې بیرغونه رپوي لکه چې هغوى خپل هېواد د ترهګرو نه واپس اخلي.

په داسې حال کې چې وزيرستان د پښتونخوا د چارواکو د ولکې نه بهر دى، د صوبې ګورنر ''سرکاري دربار'' نشي لګولى، سياسى ګوندونه په کې سياسي غونډې او تقريرونه نشي کولی.

وزيرستان خو ډېر لرې پاتې کېږي، په پښتونخوا کې چې د وزيرستان کډوال په بنو او نورو سیمو خواره واره پراته دي، نو په لويه جرګه یې د کډوالو په استازیتوب دا ګيله وشوه:

موږ وزيرستانيان د خپلو کورونو او سیمو نه دې خوا در په ديکې شو. اوس چې موږ مرستې ته په کتارونو اودروي نو پوليس را باندې کوتک ماري کوي، حوزو کې مو بندوي، زموږ زنانه تور سرې لکه د خیرات مارو پشان کومک اخیستو ته ولاړې دي.

اى مشرانو!

تاسو موږ سره اسلام اباد کې دهرنا (احتجاج) وکړئ، موږ به درسره تر هغې ناست يو چې وزيرستان د دې ټولو بلاګانو پاک شوى نه وي!

د وزيرستان د دې غوښتنې جواب نشته، زموږ مشرتابه د ځپل شویو وزيرستانيانو سره دهرنا ته نشي کېناستی ځکه چې دا ټکى طاهرالقادري او عمران خان بد نام کړو. د وزيرستان معنا به په ''دهرنا'' کې بل شان شي.

زموږ خپل ټکي او روايات چې اسلام اباد ته ورسېږي، هلته خپلې معناوې بدلې کړي، خو له بده مرغه موږ مرسته هم له اسلام اباده غواړو، پناه هم له اسلام اباده غواړو، ټولې غوښتنې مو بره ځوړندې دي، لکه د ګناهګار لمونځونه چې د ځمکې او اسمان تر منځ ځوړند وي.

زموږ د وزيرستان په ګډون د قبايلي سيمو ټوله اوږده پټۍ دا وخت لکه د مار پټونه غورځوي. دا مار کله په افغانستان چکونه لګوي، زهر ژنې لاړې پکې پرېږدي، کله پښتونخوا له د زهرو ستنې وهي.

په هر حال هر صورت ټول پښتون افغان د دې مار له لاسه مرګونى ژوند کوي.

زموږ د دواړو خواوو مشرتابه چې کښیني نو له مارانو فريادونه کوي خو هېڅ يو پاړو داسې را پیدا نه شو چې دا ختلي زهر را کوز کړي.

موږ د حالاتو په بريد نيم مړي نيم ژوندي هر چا ته په اسره ګورو او هر څوک راته خواخوږی ښکاري.

خو موږ چې د خپلو روايتونو او خپلو ټولو قامي تحريکونو، خپلو لاس ليکونو، تړونونو او ویناګانو ته وګورو نو داسې ښکارى لکه چې دا هر څه د بل وخت قضا لمونځونه دي.

موږ ټول عمر قضا لمونځونو راګرځولو ته ولاړ يو او د جنت په حرص قضا عمري ولاړ پاتى يو!

زموږ هېڅ څه نتيجه نه لري! زموږ عمليات بې نتيجې دي!

زموږ قامي تحريکونه لېونو سپو خوړلې دي. موږ د لېونو سپو داړلي ولسونه په دم درود ځان د لېونتوب د مرګه ساتل غواړو ځکه نو په دا وخت د وزيرستان د کډوالو لپاره دا لنډۍ را ياده شوه:

دا لېوني سپي به دې وخوري

ملنګه مه غواړه کوڅو کې خیراتونه

ورته مطالب