خیبر ایجنسۍ کې تازه بمباریو "شپیته اورپکي وژلي"

د انځور حقوق Getty
Image caption پوځ وايي، په تازه بمباریو کې د اورپکو اته ځایونه په نښه شوي.

د پاکستان پوځي سرچینې وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه په خیبر ایجنسۍ کې تازه بمباریو "لږترلږه شپیته اورپکي وژلي دي ".

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ادعا کړې، چې دا بریدونه د تېرې جمعې له ورځې پیل شوې او تر دوشنبې پورې یې دوام کړی دی.

د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، په خیبر ایجنسۍ کې د اورپکو اته ځایونه په پرله پسې دوو ورځو کې د پاکستاني جنګي جیټ الوتکو له خوا په نښه شوي.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ په په تیراه کې د جیټ الوتکو بمبارۍ کې د ۱۱ اورپکو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

دوی دغو پوځي عملیاتو او بمبارۍ ته د "لومړي عملیات" نوم ورکړی دی.

خیبر ایجنسۍ هغه جګړه ځپلې سیمه ده، چې د تېر اکتوبر له ۱۷ راهیسې پوځي عملیات پکې روان دي.

د معلوماتو له مخې، هلته پوځي ځواکونو د اورپکو او سخت دریځو له سختو بریدونو سره مخامخ شوي دي.

هلته ډېر کله د پوځ او اورپکو ترمنځ جګړه روانه وي.

د روان دسمبر په لومړیو کې د تیراه اکا خېلو سیمه کې اورپکو د پوځ پر پوستو بریدونه وکړل، چې د پوځ په ځوابي برید کې څلور اورپکي ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

په تېر نومبر کې هم خیبر ایجنسۍ کې بمباري شوې وه، چې د پاکستاني حکومتي چارواکي په وینا، د اورپکو د قومندانانو په ګډون لږترلږه ۱۹ سخت دریځي پکې ووژل شول.

ورته مطالب