د پېښور د پېښې په اړه غبرګونونه

پېښور د انځور حقوق AP

په پېښور کې پر ښوونځي د شوي برید په تړاو د نړۍ له لروبره مشرانو او عامو وګړو غبرګونونه ښوولي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر محمد نواز شریف سره په يوه ټلیفوني اړیکه کې په پېښور کې د ښوونځي د برید پېښې له کبله د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

ولسمشر اشرف غني د پېښې په اړه وويل موږ په دغه پېښه کې له خلکو سره په غم کې شریک یو او دا یې يوه وحشتناکه، غير اسلامي او غير انساني پېښه وبلله.

حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پېښور حمله چې په ترڅ کې يې له ۱۳۵ زيات کسان چې ډېری يې شاګردان ووژل شول په کلکو ټکو وغندله.

حامد کرزی دا د هغې کرغېړنې جګړې برخه بولي چې د ده ‍په وینا په سيمه په تېره د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو کې مېشت خلک يې قربانيان دي. د داسې وحشيانه حملو ترسره کول د اسلام مقدس دين د تعليماتو خلاف عمل دی او په هېڅ توګه نه شي توجيه کېدای.

حامد کرزي د قربانيانو کورنيو ته د لوی خدای(ج) له درباره د صبر او ټپيانو ته د عاجل صحت غوښتنه وکړه.

نریندر مودي

د هند لومړي وزير نريندر مودي د ټويټر له لارې پيغام کې په پېښور کې حمله وغندله. ویې ویل دا د نه منلو او حشيانه عمل دی چې له کبله يې بې ګناه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همدارنګه مودي وویل په دې حمله کې د وژل شويو کسانو په مړينه غمجن دی او په دې غم کې خپل ځان برابر شریک بولي.

ولسمشر اوباما

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپل بيان کې د پېښور ښار ‍پر ښوونځي باندې حمله په سختو ټکو وغندله.

ښاغلي اوباما وویل زموږ دعاوې او همدردي د وژل شويو له کورنیو سره دي او ده زیاته کړه موږ د پاکستان له خلکو سره يوو.

ډیوید کېميرون

Image caption ډير ماشومان په دې برید کې ټپيان هم شو

د برتانيا لومړي وزیر ډيوډ کېميرون په پېښور کې حمله ډارونکې وبلله او ويې ويل چې ښوونځي ته په تللو د ماشومانو وژل دردونکې خبره ده.

ملاله یوسفزۍ

د سولې لپاره د نوبل د جایزې ګټونکې او د ماشومانو د زده کړو سواتۍ فعالې ملالې یوسفزۍ وویل زړه یې په دې پېښه خواشینی دی او ترهګر بریدونه غندي.

ولسي غبرګون

د بي بي سي په پښتو خواله رسنیو باندې په سلګونو کسانو پر دې پېښه نظر ښوولی دی. ډېرو دا پېښه غندلې خو ځینو ادعا کړې چې د پاکستاني چارواکو تګلارې د دې سبب شوې چې داسې پېښې وشي. دوی غوښتنه کړې چې د ښو او بدو طالبانو ترمنځ دې توپير ته نور پام ونه شي. ځینو بیا دا برید د پاکستان پر پوځ بللی او وايي ښوونځی د پوځیانو و.

ورته مطالب