پاکستان کې د ماشومانو په ټولوژنې ملي ماتم دی

د انځور حقوق AP
Image caption پوځ وايي په برید کې ۱۲۵ کسان ټپیان شوي.

د خیبر پښتونخوا پېښور په ورسک روډ پر یوه پوځي ښوونځي د طالبانو برید کې د ۱۳۲ ماشومانو او نهو نورو کارکوونکو په وژل کېدو پاکستان درې ورځي ملي ماتم اعلان کړی او د مړو د خوښولو مراسم پیل شوي دي.

ویر کوونکو د وژل شویو ماشومانو پر تابوتونو د ګلانو ګېډۍ اېښې دي، او ځینې کورنۍ په روغتونونو کې د خپلو ټپي شویو بچیانو په اړه خبرونو ته انتظار دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د وژل شویو په ویر کې درې ورځې ملي ویر اعلان کړ، خو پاکستاني پوځ په سیمه کې د اورپکو د پټنځایونو د ختمولو ژمنه کړې ده.

ددغه برید په اړه نړیوال غبرګونونه راوپارېدل، او دا یې د پاکستاني طالبانو تر ټولو ناشولته برید بللی دی.

افغان طالبان

په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر دغې وژنې خواشیني ښودلې ده، او د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره یې غمشریکي ښوولې ده.

افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي: "د بې ګناه خلګو، ښځو او ماشومانو قصدي وژل د اسلامي اصولو خلاف دي، او دا اصل باید هر مسلمان تنظیم او حکومت په نظر کې ولري."

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاکستاني طالبانو ویلي، دغه برید یې د پوځ د عملیاتو په غچ اخیستو کې کړی دی.
د انځور حقوق Reuters

"د افغانستان اسلامي امارت همېشه په خپل وخت د بي ګناه خلګو او ماشومانو وژنه محکومه کړې، څه موده وړاندي هم د پکتیکا ولايت په یحی خېلو ولسوالۍ کې د لوبي په یوه میدان او په ننګرهارولایت کې يي په یوه مسجد کې د چاودنو په اړه د خواشينۍ پيغام صادر کړی و او هغه کارونه يي د اسلامي معیارونو خلاف بللي وو. "

د پاکستان پوځ ویلي، د تېرې سې شنبې ورځې برید د اوو بریدګرو طالبانو له خوا شوی، چې ټولو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه اغوستي وو.

دوی وايي، بریدګرو لومړی تر ښوونځي چاپېره اوسپنیز اغزن تارونه د شا له خوا له منځه وړي او پر هغه سالون یې برید کړی، چې څو سوه زده کوونکي پکې د ازموینې لپاره پکې راغونډ شوی وو.

د انځور حقوق Epa
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Epa

بیا دوی د ښوونځي پر ټولو ټولګیو ګرځېدلي دي، او پر موجوده کسانو یې ډزې کړې دي.

ددغه ښوونځي، چې د پوځيانو او ملکي خلکو اولادوونو (نجونو او هلکانو دواړو) پکې سبق وایه، کلابندۍ ټیک اته ساعته دوام کړی. د پوځ د شمېرو له مخې، په برید کې ۱۲۵ کسان ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو ویلي وو، دا برید یې ځکه کړی، چې پوځ ددوی پرضد په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې پوځي عملیات کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند ویلي دوی ځکه دغه ښوونځی په نښه کړی، چې په وینا یې "حکومت زموږ کورنۍ او ښځې په نښه کوي، غواړو دوی هم دا درد حس کړي."

"خبرې نشم کولی "

ویر کوونکو د وژل شویو زده کوونکو د جنازې د لمانځه لپاره لیکې جوړې کړې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د وژل شویو ماشومانو د جنازې لمانځه ته خلک په کتارونو کې ولاړ دي.
د انځور حقوق AP

د یوه زده کوونکي د جنازې د لمانځه پرمهال د هغه ویرجن پلار اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي "هغه لا پنځلس کلن شوی نه و، په اتم ټولګي کې و.

تېره شپه مې خبرې ورسره وکړې، ډوډۍ مو یوځای وخوړه، په ګهیځ کې راویښ شو له ما مخکې شاوخوا ۱۱ بجې ښوونځي ته ولاړ."

نوموړی وايي: "زه په محکمه کې و، چې د پېښې په اړه تیلیفون راغی، روغتون ته مې ژر ځان ورساوه... هغه مخامخ پر سینه مرمۍ خوړلې وه بل ډز یې په لاس شوی و. نورې خبرې نه شمی کولی."

د یوه بل ۱۰ کلن وژل شوي ماشوم ګل شیر تره ساجد خان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، وراره یې هوډ درلود چې ډاکټر شي، خو ددې پرځای خدای پاک هغه په کفن کې کېښود.

د انځور حقوق Epa
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP

دی زیاتوي "له ترهګرو غچ نه شو اخیستی، خو له خدایه غواړو چې انتقام ترې واخلي."

پوځ وايي، په ښوونځي کې زیاتره وژل شوي ماشومان دي، چې د برید پرمهال هلته نژدې ۵۰۰ کسان وو.

د یوه سیمه ییز روغتون ډاکټرې ویلي، زیاتره ټپي شوي زده کوونکي د اندېښنې وړ دي، ځکه چې پر سر په مرمیو ویشتل شوي.

دغه پوځي ښوونځی د پېښور ورسک روډ په کبابیانو کې یوه پوځي مرکز ته څېرمه پروت دی.

لومړی وزیر نواز شریف پېښور ته تللی، او دغه برید یې "ملي ویر" بللی دی.

په تېرو څو کلونو کې د پاکستاني وسله والو په بریدونو کې زرګونه کسان وژل شوي، خو پر ښوونځي برید تر ټولو ډېر خونړی و، چې آن دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پښېه ګڼل شوې ده.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب