د افغان پوځ په عملياتو کې له ۱۵۰ زيات طالبان وژل شوي

د انځور حقوق AFP

افغان پوځ ډيورنډ کرښې ته نژدې عملياتو کې له ۱۵۰ زيات افغان، پاکستاني طالبان او د لښکر طيبه غړي وژلي دي.

د فرانسې خبري رسنۍ اې ايف پي د افغان پوليسو په اړه ويلي دوی په تېرو ۱۲ ورځو کې کرښې ته نژدې په پوځي عملياتو کې د ۱۵۱ طالبانو وژلو خبر ورکړی دی.

د کونړ د امنيې قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خيلي ويلي چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې دانګام ولسوالۍ کې په تېرو ۱۲ ورځو کې له ۱۵۰ زيات ترهګر وژل شوي، د لښکر طيبه، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو په ګډون له ۱۰۰ نور زيات ټپيان شوي دي.

ده وویل چې دانګام کې کرښې ته نژدې دی او له هغه لوري طالبانو ته، حمله کول اسانه دي. ده زياته کړه افغانستان کې د بهرنيو طالبانو شتون څه نوې خبره نه ده.

طالبانو بيا دا خبرونه نه دي تاييد کړي.

د افغان، پاکستان او ناټو پوڅي مشرانو تر منځ خبرې

بل پلو د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف ،د افغان او نړيوالو ځواکونو له مشرانو سره د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ پر خلاف د لا نورو عملياتو د ملاتړ ژمنه وکړه.

د اې ايس پي آر له خوا خپاره شوي معلومات، ښيي چې د افغان ملي پوځ مشرجنرال شير محمد کريمي او جنرال جان کمبل د پاکستان د پوځ له مشره سره د کتلو لپاره، اسلام اباد کې جي ايچ کيو ته ورغلي دي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل د افغانستان له خوا ډيورنډ کرښي ته نژدې، د طالبانو پر خلاف له عملياتو مننه وکړه او په دې اړه يې، د افغان پوځ او ناټو له مشرانو سره د همکارۍ او نورو پټو معلوماتو شريکولو ژمنه هم وکړه.

جنرال کريمي او جنرال جان کمبل د پېښور ښوونځي حملې کې چې د ۱۳۳ماشومانو په ګډون ۱۴۹کسان په کې ووژل شول، خواشيني څرګنده کړه او دواړو پوځي مشرانو د ترهګرۍ ختمولو چارو په اړه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

په دې کتنه کې پر پاکستاني، افغان او ايساف مشرانو سربېره د پوځ نورو جګپوړو غړو هم ګډون کړی و، دوی د سيمې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحدي پروتوکول هم خبرې وکړې.

افغان لوی درستيز او د ناټو قوماندان ومنله چې د پاکستان د ضرب عضب عملياتو ترهګرو ته ډېر زيان ور اړولی دی.

د يادولو وړ ده، چې د ډسمبر ۱۶ د پېښور پر يوه ښوونځي له بريده وروسته د پاکستان د پوځ مشر افغان پلازمېنې کابل ته پر سفر لاړ او د افغان ولسمشر او پوځي مشرانو سره يې مهمې ليدنې، کتنې وکړې.

د انځور حقوق bbc
Image caption د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل د پاکستاني طالبانو پر خلاف افغانستان کې له عملياتو خوښي څرګنده کړه: آی ايس پي آر

بل لور ته د پاکستان لومړي وزير اسلام اباد کې د ترهګرۍ بر وړاندې د مبارزې لپاره غونډه بللې وه، چې د پاکستان پوځ مشر، د آی ايس آی مشر، ډي جي ايم او، پر دې سربېره د کورنيو چارو او د ماليې وزيرانو هم په کې ګډون کړی و.

په غونډه کې د ضرب عضب او خيبر ۱ (ون) پوځي عملياتو په اړه خبرې وشوې او د ترهګرۍ ختمولو لپاره د لومړنيو او منځنيو پړوايزو عملياتو سربېره د هېواد په کچه پر سټراټيزيو او پلان جوړلو هم غور وشو.

لومړي وزير نواز شريف يو ځل بيا وويل چې "د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو تر منځ بايد کوم توپير ونه شي".