"خیبر او اورکزۍ ایجنسیو کې ۱۶ سخت دریځي وژل شوي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان امنیتي ځواکونو د سخت دریځو پر ضد خپل عملیات چټک کړي دي او د لسګونو اورپکو د وژلو ادعا یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ اطلاعاتي ادارې آی ایس پي آر ویلي چې دوی په قبایلي سیمو خیبر او اورکزۍ ایجنسیو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ سخت دریځي وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دغې ادارې همدا رزا ویلي چې د شمالي وزیرستان پوځي عملیاتو کې د وژل شویو سخت دریځو شمېر ۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.

ادارې ویلي چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د خیبر ایجنسۍ او اورکزۍ ایجنسۍ پر پوله د خزانه کنډو او شیرین درې سیمو کې د سخت دریځو پر یوه مرکز برید کړی دی.

آی ایس پي آر ویلي له سختې جګړې وروسته سخت دریځو د خپلو نهو ملګرو مړي په ځای پرېښودل او له سیمې وتښتېدل، پېښه کې د امنیتي ځواکونو څلور کسان هم ټپیان شوي دي.

دوه سخت ټپي سخت دریځي نیول شوي دي.

د جمعې پر ماښام پاکستاني پوځ شمالي وزیرستان کې هوايي عملیات ترسره کړل چې دوی په کې د ۲۳ سخت دریځو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

خو د آی ایس پي آر په تازه وینا پاڼه کې ویل شوي چې د وژل شویو سخت دریځو شمېر ۳۹ کسانو ته لوړ شوی دی.

د پاکستان تلویزون ویلي په دغه برید کې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

ویل شوي د جمعې پر ماښام د شمالي وزیرستان د دته خیلو سیمې پر یو هدف د اغېزناک هوايي برید په پایله کې د سخت دریځو یو مهم قومندان هم وژل شوی دی.

په دغو عملیاتو کې د سخت دریځو د وژل کېدو تر څنګ د ځمکې لاندې د چادېدونکو توکو او وسلو زېرمه هم ویجاړه شوې ده.

د دسمبر پر ۱۶مه د پېښور پر یوه ښوونځي له برید وروسته چې د ۱۳۴ ماشومومانو په ګډون په کې نږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول، د پاکستان امنیتي ځواکونو د سخت دریځو پر ضد خپل عملیات چټک کړي دي او د لسګونو اورپکو د وژلو ادعا یې کړې ده.

د روان کال په منځ کې د شمالي وزیرستان ضرب عضب عملیاتو ته ورته په خیبر ایجنسۍ کې د خیبر یو نومې عملیات ادامه لري چې وروستیو اوونیو کې یې زور نیولی دی.

ورته مطالب