بلوچستان کېچ کې دری مړي موندل شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption له اوږدې مودې راهيسې په بلوچستان کې د وژل شويو کسانو مړي موند کېږي

بلوچستان کې له ايران سره نژدې په کېچ کې د دريو تنو مړي موندل شوي دي. دا کسان د نامعلومو خلکو له خوا په ډزو ويشتلي دي.

د چارواکو په وينا له دريو يې دوه پېژندل شوي دي. د دوی يو دکېچ او بل د مند سيمې اوسيدونکي وو.

وژل شوي کسان د کتنې لپاره روغتنون ته لېږدول شوي دي. پوليسو خپلې پلټنې پيل کړې خو تر اوسه د دغه ډول پېښو لاملونه نه دي څرګند شوي.

کيچ د بلوچستان له نا ارامو سيمو ګڼل کېږي چې له بلوڅ بېلتونپالۍ سره په تړاو د تاوتريخوالي پېښو نا رامه کړی دی. مخکې هم په دې سيمه کې په دې ډول وژل شويو کسانو مړي موندل شوي وو.

د کورنيو چارو وزارت د وينا له مخې ۲۰۱۴ له پيله تر نومبر پورې د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې له ۱۴۴ زيات مړي موندل شوي وو.

بلوچستان کې د نامعلومو کسانو مړي له اوږدې مودې راهيسې موندل کېږي، چې پر وړاندې يې پر بلوچستان سربېره د پاکستان په نورو سيمو کې هم لاريونونه شوي دي.

د ورکو شويو کسانو کورنۍ او د بشري حقونو ډلې نيوکه کوي چې په دغه ډول پېښو کې پټې ايجنسۍ ښکېلې دي خو چارواکي دا نيوکې په کلکه ردوي.