پښتونخوا کالم - نوى ۲۰۱۵ کاله ستړی مه شې!

Image caption د پرښتو استاذان دا وايي، بشر حريان دريان ولاړ دى، ستا په راتګ تا ته خپل ځان نه شي معرفي کولی، لفظونه ټول په وينو سره دي، قلمونه مات دي، کتابونه پاڼې پاڼې دي، ته پخپله هوښيار یې.

هر کله راشه، په خېر راغلې٬ سټرى مشې نوى ۲۰۱۵ کاله!

ته به وایې زه نوى نوى راغلم، ما بېخي نوې سپينې جامې اغوستې دي او داسې ښکارم لکه چې اوس د اختر د مونځ نه راغلم او تاسو ته د مينې د مبارکۍ غاړې درکوم!

خو!

موږ هر کال هم دغه شان د نوي کال په نوو هيلو تا ته ګورو، بلها کلونه تېر شول، ستا دروغجنې هيلې او ارمانونه موږ ته رارسېږي.

ته چې په جنورۍ د خپل نوي کېدو غږ کوې او دا وایې، ما د امن سپينې جامې اغوستې دي، موږ وايو، نه تا خو د بل ورور (تېر کال) نه پاتې د وينو سرې جامې اغوستې دي.

له تا د وينو د بارودو بوى ځي، لکه چې قصابى دې کړې ده. اوس د غوښو د تخت نه راپاڅېدې او موږ ته د امن د هيلو غږ کوې!

زه د امن کال يم، ما ته د امن په هيلو وګورئ، زه به ستاسو ژوند بدل کړم، زه به تاسو له د مينې سندرې په خوله کې درکړم او تاسو به په اتڼونو ګډ کړم، زه د ابادۍ کال يم، ما ته تاسو دا مه وایې چې:

را بره مه شې سپېره کاله - بنګړى په لاس جينکۍ وګي ټولوينه

خو اى نوى کاله!

موږ به ولې داسې نه وايو، زموږ حال وګوره، ټولې لارې کوڅې کريکې، چغې وهي.

هر طرف ته غوغا ده، خلک يخ کنګل نيولي دي. د اور بلولو د پاره ګیس نشته، او د ګاډو د چلند ټېرونه ولاړ دي، اوږده اوږده کتارونه ولاړ دي.

هوښياران وايي حرکت کې برکت دی خو دلته برکت ختم دی ځکه چې حرکت نه شي کېدی يا چې څوک حرکت کوي نو د هغه برکت نه شته، برق نه شته.

د پاکستان او چين په تړونونو کې خلقو ته دا تمه ورکولې کېده چې برېښنا به زياته او ارزانه شي. محکمې سترګې راويستې چې د خلکو نه واپډا زياتې پیسې ولې اخیستې دي، دا ورله واپس ورکړئ، خو چې د چا کار وي هغه سرکار وي.

سرکار وايي خزانه تشه ده، د پاکستان خزانه چرې هم ډکه نه شوه. د حیرانتيا خبره دا ده چې خزانه خالي وي خو د فساد قضیې یې د اربونو روپیو په حساب کې وي.

اى نوى کاله!

ته به موږ ته په کومه خوله دا باور راکړې چې زه به ستاسو ژوند او ټول حالات بدل کړم؟ دا حالات خو ستا نه وړاندې يو ورور هم بدل نکړى شول، هر يو داسې وايي خو داسې و نه کړي.

اوس خو ته په داسې حالاتو واقعاتو کې راغلی یې چې موږ د جنګ په حالت کې يو، جنګ زموږ نه دی خو بيا هم موږ جنګ کوو.

عجيبه دا ده چې هر څوک په خپل خپل جنګ پوه نه دى. که څوک ترې تپوس وکړي چې ته ولې داسې کوې، هغه سره دليل نه شته، يو وايي زه جنګ کوم، بل وايي زه ځان بچ کولو لپاره جنګ کوم.

که د طالب نه چا تپوس وکړو، طالب جانه وروره ستا د دې دومره خونړو نښتو مطلب څه دى؟ هم ځان وژنې، هم بل نه پرېږدې. هغه سره دا يوه خبره او يو ځواب دی:

زه جنت ګټم!

که د ملا نه چا تپوس وکړو ستا په څه جنګ دى؟

هغه وايي زه د خداى د رضا لپاره هر څه کوم!

که د پير استاد نه چا پوښتنه وکړه چې ته ولې میدان ته راوتلی یې؟

هغه وايي زه فنا فى الله يم، زه چې څه وينم، دا بل چا ته نه ښکاري.

دوى ټول جنت ته روان دي، خو لارې یې ځانګړې دي، د جنت په لاره لاره هم په جنګ دي.

اى نوى کاله!

ته به وګورې، تا ته داسې داسې جنګونه په سر پراته دي چې يزيدان به ووينې، خو يو حسین به په میدان نه وي او ټول يزيدان به په خپلو کې په جنګونو اخته وي.

د يزيدیانو په نښتو کې به ماشومان ''علي اصغران'' د شهادت مرتبه اخلي او دا سلسله به دوام لري. موږ د حالاتو ګرځنده شهيدان او بې جنګه غازيان تا سره خپل ځان داسې معرفي کوو!

اى نوى کاله!

موږ د بارودو په جزيره ناسته کوو، د نمرود په اور کې راله د جنت پرښتې په ټال جوټې راکوي او شیطانان حیران ولاړ دي يو بل ته وايي، دا لا څنګه مخلوقات دي، دوى خو په نار کې هم جنت ويني!

ته به هم حیران شې چې موږ ته وګورې، چې د جنت په حرص کې يو بل څنګه وژنو! او د جنت په شوق اور کې پرښتو ته څه وايو!؟

اى نازولو پرښتو!

تاسو زموږ خلاف خداى ته ولې ویل چې بشر مه پیدا کوه، اوس به دغه شان موږ له په اورونو کې جوټې راکوئ! موږ سره به دغه شان سوزئ!

اى نوى کاله!

د پرښتو استاذان دا وايي، بشر حريان دريان ولاړ دى، ستا په راتګ تا ته خپل ځان نه شي معرفي کولی، لفظونه ټول په وينو سره دي، قلمونه مات دي، کتابونه پاڼې پاڼې دي، ته پخپله هوښيار یې.

په کومو قامونو کې چې د وحشت او ترهې داسې لوبې وشي، هغه قامونو ته د انسانيت په لُغت کې څه ویلى شې!؟

موږ د انساني ترقۍ دعوه لرونکي وحشيان، موږ د تهذيب د ارتقا په مُناره ختلي جاهلان، موږ د رحم د نظره غورځېدلي، موږ د خپلو هدفونو او انقلابونو جفا کاره منافقان!

زموږ په مخونو ږيرې نه شته، په ګېډو او په زړونو کې دي، موږ نقاب پوشه قاتلان، کفن پوشه مقتولان، د جنت په طلب طالبان، نړيوال امن ته مطلوبات!

موږ لر او بر افغانان، د پردو جنګونو، د پردو جرمونو مجرمان!

موږ نعرې وهو، چغې وهو، هر سُور ږيرى شا ګل نه دى، هر پټکي کې بارود نه دي خو موږ غلط معرفي شوي يو.

اى نوی کاله!

دا زموږ پېژندګلو ده، په تا کې دا جرات شته چې موږ په صحيح معنو نړۍ ته معرفى کړې!؟

ګنې داسې وخت بيخي په سر راغلى دى چې میندې به خپل زامن نه پېژني ځکه چې مېندې د بچو تخليق کوي او د هغوى ترهه ګر بچي د خپلو مېندو د ګېډو تخليق ورانوي.

اى نوى کاله!

مېندو د وحشت د داسې بچو نه انکار کړى دى خو ته به ورته څه وایې!؟؟

ورته مطالب