کلا سيف الله کې نهه کسان تښتول شوي

Image caption په تېرو څو ورځو کې دا په بلوچستان کې د تښتونې دريمه پېښه ده

د سرچينو په وينا د بلوچستان په کلا سيف الله کې په دوو مختلفو پېښو کې ۹ کسان تښتول شوي دي.

د کلا سيف الله امنيتي کارکوونکي وايي له تښتول شويو کسانو پنځه د کوټې او يو د ژوب اوسيدونکي وو.

ويل کېږي ددې مساپرو بس د کلا سيف الله په تنګه سيمه کې هوټل ته درېدلی اوسله والوترې پنځه کسه له ځان سره برمته یوه نامعلوم ځای ته بېولي وو.

هغه څلور نور برمته شوي کسان په يوه موټر کې له اسلام اباده کوټې ته روان وو چې د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول.

تښتول شوي کسان د بلوچستان، خيبر پښتونخوا او د پنجاب سيمو اوسېدونکي دي. له دغو کسانو، يو د ښوونځي زده کوونکی او نور دولتي کارکوونکي دي.

تر اوسه د دې کسانو د ځای په اړه مالومات نه دي روښانه شوي او د پېښې پړه هم چا پر غاړه نه ده اخيستې.

د نوي مېلادي کال له پيل راهيسې دا په بلوچستان کې د برمته کولو تر ټولو لويه پېښه ده.

څو ورځې وړاندې د بلوچستان د چاغي سيمې، يو سک تجار او يو هندو تښتول شوي وو، خو تر اوسه لا نه دي خوشي شوي.

د بلوچستان صوبايي وزير سرفراز بوګټي ويلي د دغو کسانو د لټون لپاره يې د پلټنې عمليات شروع کړي دي.