مومندو کې دری مړي موندل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption له څه مودې راهيسې په مومندو کې امنيتي حالات خراب شوي او د زياتو وژل شويو کسانو مړي موندل شوي دي

دېورنډ کرښې ته څېرمه مومندو کې د دريو ناپېژندل شويو کسانو مړي موندل شوي دي.

دغه مړي د کندروخ کلي هدېرې ته نژدې موندل شوي او ويل کېږي چې په ډزو وژل شوي دي.

د مړو جسدونه يې روغتون ته لېږدولي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا څوک وو. کارکوونکي وايي د پېښې په اړه به نوره پلټنه کوي.

ځايي خلک وايي د دغو کسانو عمرونه له ۲۵ تر ۳۵ کلونو پورې دي، خو د دغې پېښې په اړه يې نور څه و نه ويل.

له څه مودې راهيسې په مومندو کې امنيتي حالات خراب شوي دي.

څو ورځې وړاندې په امنيتي ځواکونو او روغيتايي کارکونکو حمله شوې وه چې په نتيجه کې يې دريو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې ډول د مومندو په غونډ سيمه کې تېره مياشت هم د دريو ناپېژندل شويو کسانو مړي موندل شوي وو.

دوې مياشتې مخکې پېښور ته نژدې نوښار کې د څلورو کسانو مړي په بوجيو کې موندل شوي وو، خو تراوسه معلومه نه شوه چې دغه کسان څوک وو او چا وژلي وو.

د اکتوبر په لومړيو کې په مومندو او خيبر کې د پنځو وژل شويو کسانو مړي موندل شوي وو، چې څلور يې د خيبر د جمرود او تيرا، يو کس د مومندو د عمرزی سيمو اوسېدونکي وو.

تر اوسه د دغو وژل شويو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې خو ويل کېږي کېدای شي له سخت درېځو ډلو سره تړاو ولري.

ورته مطالب