وزیرستان کې ډرون برید شپږ کسان وژلي

Image caption په روان ۲۰۱۵ کال کې تراوسه قبایلي سیمو کې د امریکا څارګرو الوتکو دوه بریدونه کړي دي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید لږترلږه شپږ وسله وال وژلي دي.

برید د پنجشنبې پر ګهیځ د شپې په یوه بجه د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله شوال ولسوالې کې شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي، څارګرو الوتکو یو ځای په نښه کړی او دوه توغندي یې پرې ویشتلي دي.

په برید کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې تر اوسه د دوی د سمې پېژندنې راپور نه دی ورکړل شوی، خو پاکستاني پوځي سرچینو وار له مخه وژل شوي اورپکي بللي دي.

په روان ۲۰۱۵ کال کې تراوسه قبایلي سیمو کې د امریکا څارګرو الوتکو دوه بریدونه کړي دي.

تر دې مخکې د روانې جنورۍ په څلورمه د شمالي وزیرستان دته خېلو الوړه منډيي کې د تحریک طالبان پاکستان پر یوه مرکز ورته برید کې اوه وسله وال وژل شوي وو.

شمالي وزیرستان په تېر یوه کال کې د پاکستان د ضرب عضب، د پاکستاني طالبانو د فعالیت او د امریکا د څارګرو الوتکو ترمنځ د وګړو لپاره د اوسېدو ځای نه و.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونه د ترهګرو او نورو سخت دریځو پروړاندې د څارګرو الوتکو بریدونه اغېزناکه ګڼي، خو پاکستان په وار وار له امریکا ددغو بریدونو د درولو غوښتنه کړې ده.

د څارګرو الوتکو په بریدونو کې تر ډېره ولسي مرګ ژوبله هم اوړي.

ورته مطالب