پښتونخوا کالم – د افغان او پاکستاني خبریالانو د همکارۍ پروګرام

د انځور حقوق bbc
Image caption اوسنیو نړیوالو ستونزو د خبریالانو ارزښت، قدر او احترام دومره زیات کړی چې په رښتیا یې ځان د حکومت څلورمه ستنه ثابت کړې.

د ایکول اکسیس نړیوالې ادارې په مرسته د افغانستان او پاکستان د رسنیو د همکارۍ پروګرام په دې موخه جوړ شوی چې د دواړو خواوو خبریالان یو بل سره خیالات، تجزیې او د یو بل سره نیکې هیلې شریکې کړي.

د پاکستاني خبریالانو څلور پلاوي د دې خوا او د افغانستان څلور دورې له اخوا، پاکستان ته په پروګرام کې شامل دي.

د پروګرام پیل د پاکستاني خبریالانو کابل ته د تګ څخه وشو. د دې سفر موضوع تعلیم دی چې د نوي افغانستان لپاره به د نوو ځوانانو په نوي ساینسي/تعلیمي اړخ ښه روزنه کې لویه ونډه واخلي.

له بده مرغه زه دغه وفد سره له تګ نه پاتې شوم چې ناروغه شوم.

ځمه خو څنګه لاړ شم تلې چې نشم مات شې تندیه اودرېدې چې نشم

د کابل ډېر قرضونه راپورې دي خو د قلم او د حرف دا قرض یې ما ډېر تنګوي. که ژوند وفا وکړه دا قرض به یې په بله دوره کې ادا کړم خو ماته به دا د قضا لمونځ پشان ادا ښکاري.

له کابله چې د افغانستان پاکستان د خبریالانو له خوا د مینې کوم پیغامونه او زما د غیر موجودګۍ کوم احساسات تر ما را رسي نو لا زیات مې ځوروي چې هغوی راته احترام او پیغام راکوي خو زما مینه، قدر او د مینې تاثرات نه ویني ځکه ورته په پښتونخوا کالم کې خپله خبره او احساسات څرګندوم!

اوسنیو نړیوالو ستونزو د خبریالانو ارزښت، قدر او احترام دومره زیات کړی چې په رښتیا یې ځان د حکومت څلورمه ستنه ثابت کړې.

د خبریال نه غیر نورې ټولې ادارې ټول قوتونه دومره حده پورې محفوظ دي، حفاظتي انتظامات لري خو یوازینی قوت د قلم او د حرف د امینانو دی چې هغوی په توده لمبه ژنه ځمکه ګرځي.

په دې سیمه کې دا دنده تر سره کول خو د اوسپنې نینې چیچل دي. د پاکستان او افغانستان حالات واقعات خو ګرځنده سانخې دي، څه وخت هم هر څه کېداې شي.

چې د افغانستان او پاکستان د خبریالانو د همکارۍ کوم پروګرام په اولنۍ پېره کې د پاکستان خبریالان کابل ته لاړل نو دا د قلم او د حرف د قبیلې د خلکو په یو بل باندې د اعتماد وړومبنۍ مرحله ده.

که د کلتور، هنر، ادب، صحافت او سیاست هره تبادله وي، په هغې کې بنیادي خبره د باور ده. د دې موضوع تعلیم دی چې نوي افغانستان لپاره به د تعلیمي ستونزو د حل لارې ولټوي ځکه چې تعلیم يافته قامونه مخ په ترقۍ ځي.

د ایکول اکسیس د خبریالانو د همکارۍ پروګرام دا هڅه په داسې وخت زیات ارزښت ځکه لري چې اوسه پورې د دواړو خواو رسنیو، رپوټونو، ورځپاڼو، کالمونو، تجزیو او ګردي میز خبرو منفي، اختلافي او په یو بل د ناباورۍ په توګه د تورونو نه پرته هېڅ نه دي کړي.

ضروري نه ده چې دا هر څه منفي دي یا هر څه ته دې څوک د شک او ګومان په نظر وګوري. که څه غلطي وي نو هغه په شریکه ناسته، شریک رپوټنګ او د ګډ تولید یا ګډو خپرونو په مثبته طریقه اصلاح کېدای هم شي.

موږ چې د تاریخ په اوږدو نظر واچوو، د دواړو هېوادونو په اختلافونو کې رسنۍ د یو بل په ضد استعمال شوي دي. که چرته ازاد فکره خبریالانو په خپله خوښه د دواړو طرفو د ولسونو د امن او ورورولۍ څه خبره کړې ده نو هغوی ته د شک په بد نظر کتلی شوي دي.

د ایجنټ، جاسوس او طرفدار غوندې باغیانه سخت لفظونه ورته استعمال شوي دي. دغو بدګمانو شکونو یوه ناباوري منځ ته راوړې ده او هغه ټول منفي لفظونه بیا د دواړو هېوادونو په تعلقاتو، معیشت، تجارت، فنونو، رسنیو، رپوټونو، پروګرامونو او د ټولو ولسونو په تاوان تمام شوی دی.

سیاسي، انتظامي، داخلي او خارجي معاملات د دواړو هېوادونو د لویې سطحې خبرې دي خو تر کومه پورې چې د حکومت د څلورمې ستنې تعلق دی، خبریالان د دوو حکومتونو تر منځ د پُل رول لوبوي.

د افغانستان نه تر پاکستان پورې چې ایکول اکسیس انټرنیشنل کوم پُل جوړ کړو له پاکستان نه یې وفد کابل ته وبللو او د کابل څخه به پاکستان ته راځي، د دواړو هېوادونو خبریالان به یو بل سره خپلې تجربې او خپل پلانونه شریکوي او مات شوی باور به راجوړوي.

ایکول اکسیس دا پیل د خبریالانو څخه ځکه وکړو چې دوی باریک بینه او زیرک دي. د دوی په قلم او حرف کې طاقت دی، دوی باور پیدا کولی شي.

اوس هغه وخت او زمانه نه ده چې یو قوت به شیش محل کې بند کښیني او د لفظونو حملې به په بل کوي او بل به وايي چې ای په شیش محل کې ناسته زما په طرف کاڼی مه راوله، ستا شیش محل به هم اماني پاتې نه شي.

اوس د لفظونو نه د کاڼو او بارود د جوړولو وخت نه دی، اوس د ګلونو د ګوزارونو وخت دی او د ګل ګزار د مینې او محبت او د امن د سپرلي علامت دی.

دغه علامتونو ته که څوک په هر ډول عینکو کې وګوري، کاڼي به کاڼي وي، ګل به ګل وي. سقراط څه ښکلې وینا کړې ده چې د لفظونو غلط استعمال مه کوئ، په اوسني وخت کې چې موږ د سقراط وینا ته فکر وکړو نو اوس به هم په دې منطقه کې بلها سقراطان دا عقیده ولری چې:

هاو، سقراط رښتیا ویلي وو، د لفظونو غلط استعمال د خلکو زړونه نشي ګټلی، زړونه ماتوي، شک او ګمان را پیدا کوي، هدفونه غلطوي، تګ لارې ورکوي، امن بربادوي، ابادي ختموي او په انسانانو ځمکه تنګوي.

هاو، ځمکه او اسمان دواړه بوډاګان شوي دي خو د بوډۍ ځمکې دپاسه او د بوډا اسمان د لاندې انسان لا نور نور نوی کېږي، ځوانېږي، نوې هیلې او ارمانونه یې نوي ژوند ته توانېږي.

موږ دې د نوي دور نوو تقاضو ته په پام سره د لفظونو د جنګ نه ډډه ولې و نه کړو، موږ دې هر څه ته د شک او د ګمان په نظر ولې وګورو؟ موږ دې هغه کار ولې و نه کړو چې کوم کار زموږ وظیفه او فریضه ده.

د ایکول اکسیس خبریالانو همکارۍ پروګرام د افغانستان او پاکستان د خبریالانو قلمونو او لفظونو لپاره یو امتحان را جوړ کړی دی، خبریالانو دا ثابته کړې چې هغوی هر امتحان کې بریالي شوي دي.

دا لوبه هغوی د سرونو په بدل هم د امن په لورې رسولې ده ، د افغانستان پاکستان خبریالان به په شریکه دا مات باور ځای ته راولي، د هغوی دا شریکه ناسته د دې شعرونو په رڼا کې ګورم:

راځئ چې چرته کښینو او دا زړونه سره تش کړو چې ژوند ته د راپېښو کشالو خبرې وکړو څو به موږ راغواړو خپل مدد له مړه روحونه څه خو چې په ژوند کې د ژوندو خبرې وکړو

ورته مطالب