پېښور: ۲۱۰۰ افغان کډوال هېواد ته شړل شوي

Image caption عملیاتو لړ کې تر اوسه پورې ۲۱۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې پولیسو د غیر قانوني افغان کډوالو خلاف پراخ عملیات پیل کړي دي.

ویل کېږي، دغه عملیات په تېرو ۳۵ کلونو کې بې ساري دي.

د پلان له مخې باید په دغه ښار کې د هر اوسیدونکي نوم باید حکومت سره ثبت شي. پولیسو له پېښوره ۲۱۰۰ افغانان نیولي، چې وايي په غیر قانوني توګه هلته اوسېدل او بېرته یې افغانستان ته شړلي دي.

پېښور کې د پاکستاني پوځ پر یوه ښوونځي د طالبانو له بریده وروسته پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

د بي بي سي خبریال وايي له ۱۵ تر ۲۰ پورې ډک ګاډي هره ورځ افغانستان ته ځي، چې له هغه لوري تش ستنیږي.

پر جمرود روډ د ګاډو اډې کې موجودو افغانانو د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې پولیس یې ډېر ځوروي.

د یوه افغان کډوال نورالاسلام په وینا ځايي پولیس هغه کسان هم ځوروي، چې په قانوني توګه پاکستان کې اوسي او یا د درملنې لپاره له قانوني اسنادو سره پاکستان ته سفر کوي.

Image caption پر جمرود روډ د ګاډو اډې کې موجودو افغانانو د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې پولیس یې ډېر ځوروي

خیبر پښتونخوا ایالت کې د سرچ اینډ سټرایک نومي عملیاتو لړ کې د شکمنو کسانو سره سره هغه افغان کډوال هم نیو لکېږي، چې وايي په غیرقانوني توګه هلته مېشت دي.

پولیس د ښار بېلو برخو کې چاپې وهي او لارو کوڅو کې پوښتنې ګروېږنې کوي.

د پېښور پولیسو یوه افسر میاسعید په وینا د چاڼیزو عملیاتو لړ کې تر اوسه پورې ۲۱۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته د محکمې پرېکړې له مخې لېږل شوي دی.

د نوموړي په وینا له پوښتنو ګروېږنو وروسته معلومه شوه، چې دغو کسانو په یو شمېر جرمنو کې لاس درلود. نوموړي زیاته کړه د ټولې نړۍ په څېر پاکستان کې هم د بهرنیانو لپاره قانون شته، چې باید د نوم له ثبتولو پرته و نه اوسي او وايي په پاکستان کې مېشت افغانانو لپاره هم همدا قانون پلي کېږي.

ملګري ملتونه وايي، تېرې یوې نیمې میاشتې مودې کې پنځه نیم زر هغه افغان کډوال هم هېواد ته ستانه شوي، چې پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد لرل.

د تېرو لسو کلونو مودې کې تر ۴۰ لکو پورې افغان کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو ویل کېږي، چې لا هم نژدې ۱۷ کله افغانان په قانوني توګه پاکستان کې مېشت دي.