افغان ډیپلوماتان د پېښور پولیسو نیولي ول

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې وروستیو کې پېښور مېشتې افغانان، د پاکستاني پولیسو له بد چلنده شکایت لري.

په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د دوی څلور کارکونکي، خپل کار ته د تګ پرمهال د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا نیول شوي کسان وروسته له یوه ساعته بېرته خوشې شوي دي.

د پېښور پولیسو ویلي دي چې نن يې ۲۸ افغانان نیولي دي چې دغه څلور کسان هم د هغوي په منځ کې ول.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه مساله یې له پاکستاني چارواکو سره هم شریکه کړې ده.

په دې وروستیو کې، په پاکستان او په تېره بیا په خیبرپښتونخواه کې د پولیسو له خوا پر افغان کډوالو فشارونه ډېر شوي دي.

خیبر پښتونخوا ایالت کې د سرچ اینډ سټرایک نومي عملیاتو لړ کې د شکمنو کسانو سره سره هغه افغان کډوال هم نیو لکېږي، چې وايي په غیرقانوني توګه هلته مېشت دي.

پولیس د ښار بېلو برخو کې چاپې وهي او لارو کوڅو کې پوښتنې ګروېږنې کوي.

ورته مطالب