پېښور او کوهاټ کې پولیسو نور افغانان نیولي

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان ته نژدې ۴۰ سوه زره کډوال ستانه شوي، او دا مهال نژدې ۱۷ سوه زره قانوني افغان کډوال د پاکستان په غوښتنې مېشت دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو له څو ورځو راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي دي.

پولیس وايي، دوی دا عملیات د هغو ۱۰۰ مشکوکو ترهګرو د نیولو په موخه پیل کړي، چې ویل کېږي، خیبر پښتونخوا کې ورانکاري کارونه کوي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا سوېلي کوهاټ ښار کې هم ویل کېږي، چې پولیسو تر ۵۰ ډېر نور افغانان نیولي دي.

د کوهاټ پولیسو له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي، جنګل خېلو سیمه کې عملیات شوي، چې د اتو افغان کډوالو په ګډون پنځوس مشکوک کسان پکې نیول شوي.

دوی وايي، د نیول شویو ځینو کسانو په بېلابېلو جرمونو :ې لاس درلود.

د تېر دسمبر پر ۱۶ خیبر پښتونخوا کې پر یوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر خونړي برید وروسته د پاکستان پوځ د اورپکو پرضد عملیات ډېر کړل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په روانو عملیاتو کې یې خیبر پښتونخوا کې د ناقانونه اوسېدونکو افغان کډوالو نیولو ته هم دوام ورکړ.

د ویلو ده چې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو جوماتونو کې تر ۳۰۰ ډېر افغان ملا امامان دي، چې ددوی د اسنادو راغونډولو لړۍ دوام لري.

دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی، چې پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د چاڼ کولو عملیات پیل کړي دي.

په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان ته نژدې ۴۰ سوه زره کډوال ستانه شوي، او دا مهال نژدې ۱۷ سوه زره قانوني افغان کډوال د پاکستان په غوښتنې مېشت دي.

د انځور حقوق bb
Image caption د کوهاټ پولیسو له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي، جنګل خېلو سیمه کې عملیات شوي، چې د اتو افغان کډوالو په ګډون پنځوس مشکوک کسان پکې نیول شوي.

ورته مطالب