په پاکستان کې ۱.۳ میلیون واکسینونه ضایع شوي

Image caption د پاکستان په تودې هوا کې درمل له سمې ساتنې پرته خپل خاصیت ژر له لاسه ورکوي.

په پاکستان کې د ۳.۷ میلیون ډالرو په ارزښت واکسینونه ضایع شوي دي.

د روغتیا په برخې کې يوه پاکستاني چارواکي د دوشنبه په ورځ رویټرز خبري آژانس ته ویلي د ماشومانو لپاره دغه واکسینونه چې له خطرناکو ناروغیو د مخنیوي په موخه پاکستان ته ورکړل شوي وو، د ناسمې ساتنې له امله له مینځه تللي دي.

دا د پاکستان په ناروغو روغتیايي خدمتونو کې تر ټولو وروستۍ رسوايي ده.

د پاکستان د عامې روغتیا وزیره سایره افضل تارر وایي دوی ښکېل چارواکي له دندې ګوښه کړي او په دې اړه به پلټنې وکړي.

له مېنځه تللي پنتاولنت ول چې د خطرناکو ناروغیو په وړاندې څو واکسینونه په یوې ستنې کې وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې له پنځه کلنۍ مخکې مري.

دغه واکسینونه باید په یوه ساړه ځای کې وساتل شي چې خپل خاصیت له لاسه ورنکړي، خو د پاکستان په ګرمې هوا کې هغه هم په داسې حال کې چې برېښنا هره ورځ د څو ساعتونو لپاره نه وي، دغه درمل له مینځه تللي.

پاکستاني چارواکو هم ویلي چې د ورانو جنراتورونو له امله پر دغو واکسینونو د هوا کچه لوړه او ټیټه شوې.

دغه ۱.۳ میلیون ستنې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق له خوا ورکړل شوې وې. ملګري ملتونه وايي په هرو لسو پاکستاني ماشومانو کې یو یې تر خپلې پنځمې کلیزې ژوندی نه پاتې کېږي.