پښتونخوا کالم: د افغانستان دې مبارک شي

د انځور حقوق Getty
Image caption افغانستان ته دې دا خوشحالي مبارک وي!!

د کرېکټ نړیوالو اتلولیو لوبو کې، افغانستان چې سکاټلنډ ته کومه ماتې ورکړې ده دا د افغانانو لپاره د خوشحالۍ موقع وه او هر ځای چې افغانان میشت وو هغوی د خپل ټیم په بریالیتوب د خپلې خوشحالۍ څرګندونه وکړه.

سمیع الله شنواری په ۹۶ منډو اوټ شوی و، که چېرته د بریالیتوب سره سره یې دا سل منډې هم پوره کړې وای نو دا به د نړیوال کرېکټ اتلولیو په لوبو کې یوه بله خوشحالي وه خو بیا هم افغانان خوشحاله و.

افغانستان ته دې دا خوشحالي مبارک وي!!

د کرېکټ په لوبه کې د پاکستان د ناکامۍ او تورونو، الزامونو او نورو واقعاتو سره دېخوا د کرېکټ مینه وال خفه دي.

ها خوا افغانان د خپلو لوبغاړو لپاره ډیره مینه او درناوی لري.

دا خبره دا خوشحالي او مبارکي اوس بیره شوې ده خو اثرات یې په پاکستان هم شته او په پاکستان کې پر مېشتو افغانانو یې هم اغېز شته.

پاکستان باندې یې اثرات دا دي چې افغان لوبغاړي د لاهور قذافي سټیډیم د پاکستاني ماهرینو لوبغاړو هدایاتو عمل کوي او د پاکستان د کرېکټ لوبغاړي د خپلو سترو پخوانو لوبغاړو احترام نه کوي او نه یې هدایات مني.

په کرېکټ کې هم سیاست دی او سیاست د کرېکټ داخلي چارې دومره خرابې کړي دي چې اوس یې په نړیوالو لوبو کې بد اثرات راښکاره شول.

پاکستان ډېر کله له غټ نه غټ الزام هم برداشت کوي، خلک یې هم د موسمونو په شان زر زر بدلېږی، کله د خپلو لوبغاړو تصویرونه په سینه زنګوی او کله یې په کاڼو ولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان او سکاټلنډ تر منځ لوبه کې د یوه افغان نندارچي انځور

اوس موږ د افغانستان د ګټې د اثراتو خبره کوو چې په پاکستان کې یې څه اثرات دي؟

د انډیا سره په لوبه کې د ناکامۍ زخمونه يې تازه و خو د افغانستان په ګټه یو عجیبه حالت رامنځته شو، دا حالت د پښتونخوا کډوالو افغانانو د غلي غلي فریاد په ژبه ویلی دی.

افغانانو وویل!!

موږ د خپل ټیم په لوبه ګټلو ډېر خوشحاله و خو د ویرې مو په پېښور کې یو بل ته ورو ورو مبارکۍ ورکړې ځکه چې په څو ځایونو کې افغانان د پیښور پولیسو په دې تور ونیول چې تاسو زموږ په شکست او د انډیا په ګټه خوشحاله یې.

موږ پورې خنداګانې هم کوئ، موږ اوس د خپل ټیم په میچ ګټلو خوشحالي نه شو کولی. موږ ورته وویل!! دا خو د پاکستان خلاف میچ نه وو نو هغوی په قهر جواب راکړو چې موږ لوبه بایلوده نو تاسو دې هم وبایلۍ!!

دا په پښتونخوا کې د بی وزله افغانانو د زړونو پټ حال وو چې هغوی خپله خوشحالي هم نشوه کولی ځکه چې دا وخت هغوی د پښتونخوا څخه د وتلو په حالت کې دي او اوس خو په ځینو علاقو کې اعلامیه خپریږي چې افغانان دې ژر تر ژره خپل وطن ته واپس ځي.

افغانانو ته د کرېکټ مبارکي هم بده شوه.

د پاکستان د کرېکټ شوقیان او پولیسان له دې خبر نه دي چې د افغانستان ټیم سره د پاکستان د پخوانیو لوبغاړو مهارت دی.

په دغه ګټه کې د پاکستان د خلکو خوشحالي برخه هم شته.

که خپله د ناکامۍ په وجه نه خوشحالیږي نو انصار ورته د مهاجر ورونو خوشحالي ولې نه شي زغملی!!!

دا خو د لوبو په میدان کې د نړیوالو هېوادونو تر منځ د سیالۍ خبرې دي. خو د پاکستان، افغانستان او هند درې واړو ګاونډي هېوادونو بهرني او داخلي لوبې له شکه ډکې دي.

د انځور حقوق ICC
Image caption د سکاټلنډ پر وړاندې لوبه کې افغان توپ وهونکي سمیع الله شېنواري ښکلې لوبه وکړه.

د حیرانتیا خبره دا ده چې د پاکستان او افغانستان لوړ پوری چارواکي یو بل سره ټینګ اړیکي لري.

د دواړو هیوادونو هدف اوس یو دی خو د کرېکټ غوندې لوبه کې یې په ولسی کچه دومره شکونه دي چې د یو بل خوشحالي هم نه شي زغملی.

د پاکستان او هند کرېکټ ټیمونه چې هر کله یو بل ته مخامخ شي نو د دواړو غاړو ولسونه یې د تېرو دوه جنګونو په شان رویه لري.

دوستانه میچونه هم د جنګ نقشه راکاږي چې د امن خبره راشي نو چارواکي وایي چې لوبې خیرن زړونه پاکوي، که همداسې وي نو بیا همدا لوبې د ولسونو په زړونو کې فاصلې ولې راپیدا کوي؟؟

د افغانستان کډوال په پښتونخوا کې وایي!!!

موږ خپل ولسمشر ته ځان وریادوو چې د دواړو هېوادونو چارواکو په هر دور کې یو بل څخه شکونه او ګومانونه کړي دي خو ولسونو یې یو بل ته په زړونو او ذهنونو کې ځای ورکړی دی خو اوس تاسو خپل تعلقات ښه کړل خو ولسونو له مو په زړونو کې دیوالونه ووهل.

تاسو په هر دور کې نیمګړې او نیمه خوا مینه ولې کوئ.

موږ له هم په خپله مینه کې ځای راکړه که هېڅ نه وي لږ تر لږه مو له پښتونخوا څخه مو د میلمستیا په توګه خو رخصت کړئ!!

ما په تیندکونو تر دې ځای رارسولی کلی درنه نه غواړمه شپې ته مې لږ پریږدوئ

ورته مطالب