خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد نوي اقدمونه

د انځور حقوق bbc
Image caption تېرو دوو اوونيو کې له ترورېزم سره د مبارزې ګروپ په خيبر پښتونخوا کې ګڼ شمېر عمليات ترسره کړي چې ډېری شمېر ترهګر، غله او وژونکې ډلې يې نيولې دي.

د خيبر پښتونخوا پوليس وايي د ترهګرۍ، غلا او انسان تښتونې پېښو کې د کمولو لپاره يې نوي پلانونه جوړ کړي او سيمه يې په دريو برخو وېشلې ده.

پوليس وايي خيبر پښتونخوا يې په دريو برخو وېشلې، اولې ته د شمالي برخې نوم چې ملاکنډ او هزاره سيمې به په کې وې. دوهمې او درېيمې برخې ته د منځني او جنوبې رېنجر نوم ورکړی چې پېښور، مردان، کوهاټ او بنو سيمې به په کې شاملې وي.

په راپور کې راغلي د پوليسو د مختلفو ټيمونو تر منځ د پټو معلوماتو په اړه د اختلاف له کبله يې يوه نوې اداره جوړه کړې چې شته ستونزې له منځه يوسي.

پوليس وايي د پټو معلومات د لاسته راوړلو لپاره يې نور واړه مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د راپور په وينا له ترورېزم سره د مبارزې په اړه دا جوړښت به د ترهګرو، انسان تښتوونکو او غلو په وړاندې جګړه کوي.

د پوليسو په وينا تېرو دوو اوونيو کې له ترورېزم سره د مبارزې ګروپ په خيبر پښتونخوا کې ګڼ شمېر عمليات ترسره کړي چې ډېری شمېر ترهګر، غله او وژونکې ډلې يې نيولې دي.

تېر کال پېښور کې پر ښوونځي له بريد وروسته د پوځ او پوليسو له خوا په عملياتو کې زياتوالی راغلی دی او ګڼ شمېر شکمن کسان نيول شوي دي.

همدارنګه له تېرو څو اوونيو راهيسې د پاکستان په مختلفو سيمو کې د افغان مهاجرو د ايستلو عمليات هم پيل شوي دي. ويل کېږي په تېرو څو اوونيو کې په زرګونو افغانان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نيول شوي او افغانستان ته شړل شوي دي.