ګلالۍ اسمعیل ته د 'کامن وېلت' جایزه ورکړل شوه

ګلالۍ اسمعیل او صبا اسمعیل د انځور حقوق
Image caption ګلالۍ اسمعیل په ۱۶ کلنۍ کې له خپلې خور صبا اسمعیل سره د (Aware girls یا د نجونو پوهول) په نامه یو ناحکومتي بنسټ هم جوړ کړی و، چې زلمیانو او ځوانانو ته یې د هغوی د حقونو په برخه کې پوهاوی ورکاوه.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ۲۸ کلنې فعالې ګلالۍ اسمعیل ته د نجونو د حقونو د خدمت په لړ کې د ټولنیزو فعالیتونو له کبله کامن وېلت د ځوانانو جایزه ورکړل شوه.

دغې جایزې د اسیايي هېوادونو هند، سنګاپور او پاکستان نه یو یو ځان غوره شوی و.

جایزه په لندن کې ورکړل وه، چې د بي بي سي اردو څانګې له جایزې ګټلې ګلالۍ اسمعیل سره ځانګړې مرکه هم کړې ده.

هغې ویلي، له ۱۲ کلونو راهیسې، پاکستان کې د ځوانانو د حقونو په برخه کې کار کوي.

ګلالۍ اسمعیل په ۱۶ کلنۍ کې د (Aware girls یا د نجونو پوهول) په نامه یو ناحکومتي بنسټ هم جوړ کړی و، چې زلمیانو او ځوانانو ته یې د هغوی د حقونو په برخه کې پوهاوی ورکاوه.

په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستاني ټاکنوپرمهال، ګلالۍ د ښځو یو سل کسیزه ډله جوړه کړې وه، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پروړاندې او په کم عمر کې د نجونو د ودولو پرضد یې کمپاین کاوه.

ګلالۍ بي بي سي ته ددغې جایزې په اړه وویل، دا په شخصي کړنو پورې اړه لري ''هلته د نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او زورزیاتی ورسره کېږي، چې د ستونزو په اړه د ښځینه وو غږ پورته کول ګران کار دی''.

دا وايي ''که چېرې تاسو خپل غږ پورته کړئ، ګڼ مخالفان به دې مخې ته ودرېږي''.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ګلالۍ اسمعیل وايي، هره ورځ پخپل ژوند کې پر خواله رسنیو ښکنځل کېږي او په مخالفت کې یې خلک درېږي

نوموړې زیاتوي، ۱۲ کاله مخکې یې کله چې د نجونو د حقونو په باب کار پیل کړ، چاپېریال دوستانه و او هومره ستونزې نه وې لکه اوس چې موجودې دي.

ګلالۍ اسمعیل وايي، هره ورځ پخپل ژوند کې پر خواله رسنیو ښکنځل کېږي او په مخالفت کې یې خلک درېږي:

''په ټولیزو رسنیو ځینې سخت دریځي ځوانان کرکه پاروونکې خبرې کوي، دا ځکه چې دوی نه غواړي د نجونو د حقونو په اړه دې څوک غږ پورته کړي''.

په ۲۰۱۴ کال د انټرنېشنل هیومنسټ ایوارډ او فارن پالیسي میګزین ۲۰۱۳ ګلوبل تېنکرز د جایزو پرمهال هم ګلالۍ اسمعیل خوښي ښودلې وه، چې نه یوازې د روان وضعیت د بدلون لپاره کار کوي، بلکې زلمیان او ځوانان یې د روښانه راتلونکي راتلو په اړه لاسنیوی کوي.

د انځور حقوق
Image caption ګلالۍ بي بي سي ته ددغې جایزې په اړه وویل، دا په شخصي کړنو پورې اړه لري ''هلته د نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او زورزیاتی ورسره کېږي، چې د ستونزو په اړه د ښځینه وو غږ پورته کول ګران کار دی''.