پېښور کې د شکیل اپریدي پخوانی وکیل په ډزو ووژل شو

Image caption پولیس وايي اوسمهال دا ویل ګران دي چې سمیع الله اپریدی د شکیل اپریدي د قضیې له کبله په نښه شوی دی.

پېښور کې د سې شنبې پر ورځ د ډاکټر شکیل اپریدي پخوانی وکیل سمیع الله اپريدي په یوه وسله وال برید کې په ډزو ووژل شو.

پر ډاکټر شکیل اپریدي تور لګول شوی چې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې یې اسامه بن لادن ته د رسېدو په برخه کې له امریکا سره مرسته کړې وه.

د ډزو دغه پېښه د پېښور په پجګۍ روډ کې را منځ ته شوه. د متهرا تاڼې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل ډزې هغه مهال وشوې چې سمیع الله اپریدی خپل کور ته روان و.

سمیع الله اپریدی د ډاکټر شکیل اپریدي په قضیه کې د هغه وکیل و خو څه موده مخکې له دغې قضیې لاس په سر شوی و. نوموړي ویلي وو چې هغه ګواښونه تر لاسه کړي وو.

تر اوسه کوم ځانګړي کس یا ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی او پولیس په دې اړه پلټنې کوي.

پولیس وايي اوسمهال دا ویل ګران دي چې سمیع الله اپریدی د شکیل اپریدي د قضیې له کبله په نښه شوی دی.

سمیع الله اپریدي څه موده مخکې له پاکستانه بهر سفر کړی و او په دې وروستیو کې بېرته ستون شوی و.

د نوموړي له لاس په سر کېدو وروسته اوس قمر ندیم د ډاکټر شکیل اپریدي قضیه د وکيل په توګه پر مخ وړي.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ سیاسي ادارې د ۲۰۱۲ کال په مې میاشت کې ډاکټر شکیل اپریدی ته سخت دریځو سره د همکارۍ او د امنیتي ځواکونو پر ضد د فعالیتونو په تور د ۳۳ کلونو د بند سزا اورولې ده.

پر تورن دا تور هم دی چې ده د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن په لټون کې د امریکا څارګرې ادارې سي آی اې سره په ادعا شوي ډول مرسته کړې وه.

ډاکټر شکیل اپریدي د فوکس تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې ده ته مالومه نه وه چې سي آی اې به اسامه په نښه کوي او نه ورته دا مالومه وه چې د ده د کار له کبله یو ځانګړی کس په نښه کېږي.