د شمالي وزیرستان بې ځایه شوي کډوال تر ثبت وروسته ستنېږي

د انځور حقوق AFP Getty

د دیورند کرښې هاخوا د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان هغه کډوال چې د پاکستان پوځ د عملیاتو له کبله کډوالۍ ته اړایستل شوي وو، د چارواکو په وینا خپلو کورونو ته د ستنېدو په تړاو د نوملیکنې لړۍ یې له چهارشنبې څخه پیلېږي.

د چارواکو په وینا، دغه نوم لیکنه به د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې پیل شي.

ځايي چارواکي وايي، چې په لومړي پړاو کې به د دریو کلیو د وګړو نوم لیکنه وشي.

د چارواکو په وینا، د نورو سیمو د بې ځایه شوو لپاره د بېرته ستنیدو نېټه به وار په وار اعلانېږي.

د نوموړو سیمو وګړو ته ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ د بنو ښار په کیمپ افس کې نوم لیکنه وکړي.

د دغو سیمو مشرانو ته هم ویل شوي چې په کیمپ افس کې د ځایي چارواکو سره لیدنه وکړي.

د شمالي وزیرستان قبایلي مشرانو د دوشنبې په ورځ په پیښور کې فاټا سیکرتریت مخې ته لاریون وکړ او له چارواکو یې غوښتل چې د کډوالو د ستنیدو د نېټې د کره کولو ترڅنګ دې د کډوالو د ستنېدو پر مهال دې د دوی ستونزې هم حل کړی شي.

له دې نه مخکې قبایلي مشرانو د بنو په یوه جرګه کې ویلي وو که چېرې د شمالي وزیرستان کډوالو د بېرته ستنېدو کره نېټه معلومه نه شي نو خپله به د وزیرستان په خوا روان شي.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات تېر کال د جون په میاشت کې پیل شوي وو چې په ترڅ کې یې لکونه کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړایستل شول او په بېلا بېلو سیمو کې یې پناه واخیسته.

د دغو کډوالو ډېر شمېر یې د بنو په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو. د دوی لپاره مخکې هم د بیرته ستنېدو نېټې اعلان شوې وې، خو په عمل کې پلې نه شوې.

د جنوبي وزیرستان د کډوالو بیرته ستنېدل د دوشنبې په ورځ پیل شول او د تېرې ورځې د سروې له مخې د دریو کلیو خلک خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.

ورته مطالب