خیبر ۲ عملیاتو کې ۳۰ سخت دریځي وژل شوي

د انځور حقوق BBC Urdu
Image caption وړاندې پاکستاني امنیتي سرچینو په (خیبر ټو) عملیاتو کې د وژل شویو اورپکو شمېر تر ۸۰ ډېر ښودلی و

د پاکستان پوځ وايي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر ایجنسۍ تیراه ولسوالي کې یې د عملیاتو پرمهال د مهمو قومندانانو په ګډون لږترلږه ۳۰ سخت دریځي وژلي دي.

د پوځ د معلوماتو برخې ویلي، په دغو عملیاتو کې یې د اورپکو د وسلو دوې زېرمې هم له منځه وړې دي.

چارواکي وايي، وژل شوي کسان په هوايي بریدونو کې په نښه شوي، چې د دوی مهم قومندانان هم پکې دي، خو تر اوسه د وژل شویو مهمو قومندانانو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د پاکستان پوځ په دې سیمه کې د (خیبر ټو – دویم خبر) په نامه عملیات پیل کړي.

یوه ورځ وړاندې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو برخې ادعا کړې وه چې ګني پوځ د مستول سرنګ هغه سیمه تر خپل واک لاندې راوستې ده، چې په وینا یې ترهګر له خیبر ایجنسۍ نه افغانستان ته ورباندې اوړي.

سرچینې دا هم ویلي وو، د خیبر ایجنسۍ روانو عملیاتو کې تر اوسه د وژل شویو اوپکو شمېر تر ۸۰ اوښتی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوځي عملیات له سیمې د زرګونو کورنیو د وتلو لامل ګرځېدلي

بل خوا، په کرمه ایجنسۍ کې د امنیتي ځواکونو پر موټر برید شوی، چې یو سرتېري پکې وژل شوی دی.

د پاکستان یوه سیاستوال بي بي سي ته ویلي، پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ نهه نیمې بجې رامنځ ته شوې ده.

وايي ددوی په موټر پورې چاودېدونکي توکي نښلول شوي وو، چې د (پټي) تلاشۍ پوستې ته په رسېدو سره وچوول شول او پکې سپور بلال مهمند ووژل شو.

ورته مطالب